د بي بي سي د فقید خبریال عبدالصمد روحاني په نوم جایزه

عبدالصمد روحاني

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، عبدالصمد روحاني په ډېره ځوانۍ کې ووژل شو هغه د مرگ پر مهال ايله په پنځه ويشت کلنى پښه اېښې وه .

په افغانستان کې د خبریالانو ملاتړ یوه بنسټ د بي بي سي د فقید خبریال عبدالصمد روحاني په نوم یوه جایزه ټاکلې ده.

د 'کابل پرس کلب' تصمیم لري هر کال د رسنیو ازادي په ورځ دوو تنو خبریالانو ته چې د جګړې له لومړۍ کرښې راپورونه ورکوي دا جایزه ورکړي.

د دې بنسټ مشر عزیز تسل په دې اړه بي بي سي ته وویل:

''موږ سږ کال په هلمند کې د بي بي سي د فقید خبریال عبدالصمد روحاني په نوم ایوارډ جوړ کړی. کابل پریس کلب دا جایزه د افغانستان ځینو هغو خبریالانو ته ورکوي، چې هره ورځ د جګړې له کرښې رپوټونه چمتو کوي.''

سږکال دغه جایزه د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي او د طلوع نیوز خبریال کریم امیني ترلاسه کړه.

عبدالصمد روحاني په ۲۰۰۵ کال کې له بي بي سي سره همکاري پیل کړه او له خپل ټاټوبي هلمند ولایته یې راپورونه ورکول.

دا جایزه هغو خبریالانو ته ورکوي، چې د جګړې له سیمو خبرونه ورکوي

د عکس سرچینه، Aziz Tassal

د عکس تشریح، دا جایزه هغو خبریالانو ته ورکوي، چې د جګړې له سیمو خبرونه ورکوي

روحاني په ۲۰۰۸ کال کې وتښتول شو او مړی یې د لښکرګاه ښار بهر وموندل شو. عبدالصمد روحاني د وژل کېدو پرمهال ۲۵ کاله عمر درلود او درې کاله یې د بي بي سي پښتو او دري څانګو لپاره کار وکړ.

له عبدالصمد روحاني دوې مېرمنې او یوه لور پاتې دي.

کابل پرس کلب بله جایزه د اریانا خصوصي ټلویزیون د فقید خبریال نعمت الله زهیر په نوم نومولې چې سږ کال یې دوو تنو افغان خبریالانو ته ورکړه.