په هلمند کې د ارواښاد روحاني په ياد غونډه وشوه

د روان جون ۷مه د ارواښاد عبدالصمد روحاني دویم تلین پوره شو.
نن (چهارشنبه، د جون ۹ مه) د ځوانيمرګ عبدالصمد روحاني په ياد د هغه په پلرني ولایت هلمند کې د خبريالانو غونډه جوړه شوه.
ارواښاد روحاني دوه کاله وړاندې (د ۲۰۰۸ کال د جون پر ۷مه ) د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه د نامالومو کسانو لخوا ووژل شو، چې بیا وروسته يې مړی د بولان په هديره کې وموندل شو.
<link type="page"><caption> د عبدالصمد روحاني لپاره ځانګړې شوې پاڼه</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/news/cluster/2008/06/080609_abdul_samad_rohani_1983-08.shtml" platform="highweb"/></link>
د دوه کلونو له تېرېدو وروسته لا هم افغان حکومت د ارواښاد روحاني د وژونکو په نيولو او محاکمه کولو کې پاتې راغلى، د هغه د کورنۍ غړي لا هم له حکومته غواړي چې د روحاني قاتلين دي د قانون منگولو ته وسپارل شي.
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې نن ژورنالستانو په غونډه کې يوځل بيا غوښتنه وکړه چې د ښاغلي روحاني وژونکي دوی ته وروپېژني او د نورو ژورنالستانو د ژوند د خوندیتوب لپاره دې ګامونه پورته کړي.
دا مهال د ارواښاد روحاني بوډا پلار، او سپين سرې مور په دې ارمان دي، چې يوه ورځ به يې د زوى قاتلين ارومرو نيول کېږي او د قانون منګولو ته به سپارل کېږي .
عبدالصمد روحاني په ډېره ځوانۍ کې ووژل شو هغه د مرگ پر مهال ايله په پنځه ويشت کلنى پښه اېښې وه .








