۷۰ کلنه چاینکي او د کابل تېر یادونه

- Author, وحید پیکان
- دنده, بي بي سي
د کابل زوړ ښار کې د (بچه بروت) په نوم دا هوټل په پخوانۍ ودانۍ کې دی خو له چاینکۍ، موسیقۍ او چایو یې لارويان لا هم خوند اخلي.
په کابل ښار کې دا خټین او زوړ هوټل تنګې او تاریکې پوړۍ لري، مګر هره ورځ خپلو ګاکانو ته په ځانګړو لوښو کې خواړه تیاروي.

وحیدالله د میر میرزا مشر زوی دی، چې په بروت مشهور و او د پلار له مړینې وروسته هم د هغه کار نه پرېږدي او دا هوټل یې د چاینکي د مینه والو لپاره ګرم ساتلی دی.
"دا کسب او کار له پلار او نیکه را پاتې دی. خلک راځي تر ۲۰۰ یا ۲۵۰ پورې چاینکي پخوو، خلک ګرمي او یخني ته نه ګوري هره وخت راځي، موږ هم غوړه او هم سپوره یا کم غوړه چاینکي پخوو، ځکه هر ډول خلک راځي".
دې هوټل ته په تلو راتلو کې د ۸۵ کلن بوډا عبدالعزیز دومره عمر وشو چې په خوله کې یي خپل غاښونه لا پاتې نه شول خو لار یې بدله نه کړه: "هوټلوالا ښه چلندی سړی دی، خواړه پخواني دي او هم یې ښه پخوي".دی وايي، له پنځوسو ډېر کلونه کېږي چې دې هوټل ته راځي له زلمیتوب تر بوډاتوب د دې هوټل له چاینکي زړه تور نه شو، یا په کور کې ډوډۍ خوري یا هم دغه هوټل ته راځي.

خو په ځوانانو کې هم د دې پخواني هوټل او خوړو مینوال کم نه دي. لکه دغه زلمی چې وايي، د خپل هېواد له ملي او ځايي خوړو سره ډېره مینه لري.
"خوندور افغاني خواړه دي، ځکه ځوانان هم ورو ورو خپلو ملي او د نیکونو خوړو ته مخه کوي، زه هم نن له ملګرو سره په ګډه راغلم چې د چاینکي مزه هم وڅکو. دا ځانګړی خوند لري".

۷۰ کلن میرازا محمد چې د دې هوټل په پخلنځي کې چایوالا دی د کابل د کورنیو جګړو د سختو شپو خبرې کوي او وایي، هره ورځ به یې شاوخوا توغندي غورځېدل، خو دی ترې روغ وتلی دی.په وروستیو څو کلونو کې په کابل او ځینې نورو ولایتونو کې په لسګونو هوټلونه جوړ شوي دي، چې ډېری یې رنګارنګ او لوېدیز خواړه تیاروي، لکه پیزا او برګر چې په لوېدیځ کې د خېټې مړولو لپاره د مجبوریت خواړه بلل کېږي، خو دلته فکر کېږي چې دا غوره خواړه لري.
مګر څوک چې په مزه پسې ګرځي له چاینکې خوله نه لرې کوي او د بچه بروت د چاینکي په څېر هوټلونو کې لا هم شور ماشور دی او خلکو ګرم ساتلی دی.
کار یې که څومره زړیږي هومره پخیږي .










