د کابل او ځینو نورو ښارونو د پولیسو قومندانان بدل شوي

افغان پولیس

د عکس سرچینه، MOI

د عکس تشریح، په وروستیو کې کابل او ځینو ولایتونو کې لسګونه کسان د ځینو خونړیو بریدونو قرباني شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت کې د یولړ بدلونونو په لړ کې د کابل، پکتیا، بغلان او ننګرهار امنیه قومندانان بدل شوي دي. حسن فروغ د کابل د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

د کابل مخکېنی امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي د ننګرهار د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی.

ښاغلي فروغ مخکې د پولیسو د یوې بلې برخې مشري پرغاړه لرله.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویل، د کابل او ځینو نورو ښارونو د امنیه قومندانانو بدلول د کورنیو چارو د وزیر او د ولسمشر په تایید ترسره شوي.

ښاغلی دانش وايي، ددې بدلونونو هدف د خدمتونو ښه والی په پام کې نیول شوی.

وروستیو کې کابل کې له خونړیو بریدونو وروسته، ځینو خلکو د کابل د جګپوړو امنیتي چارواکو د استعفا غوښتنه وکړه، خو هېڅ وخت له خونړیو بریدونو وروسته کوم چارواکی استعفا ته اړ شوی نه دی.

په دې ورځو کې کابل، ننګرهار او بغلان د تاوتریخوالي ډېرېدو شاهدان دي.

په وروستیو کې کابل او ځینو ولایتونو کې لسګونه کسان د ځینو خونړیو بریدونو قرباني شوي دي.

د کابل وروستی برید

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، کابل کې د طالبانو وروستیو بریدوهو ۲۲ کسان ووژل

تر ټولو وروستۍ پېښه، د تېرې سې شنبې په ورځ د بغلان تاله او برفک ولسوالۍ مرکز له څلور ورځنۍ جګړې وروسته د طالبانو لاس ته ولوېد.

نور بدلونونه