د فراه د خاک سفید ولسوال په بم چاودنه کې ووژل شو

ر

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، طالبان د فراه په ځینې سیمو کې نفوذ لري.

د افغانستان لوېدیځ ته د فراه ولایت امنیه قومندانۍ ویاند وایي، د دغه ولایت د خاک سفید ولسوال په بم چاودنه کې وژل شوی دی.

اقبال باهر بي بي سي ته د پیغام په استولو سره ویلي، عبدالخالق خان د سې شنبې په سهار له جومات څخه کور ته روان و، چې له چاودنې سره مخ او ووژل شو.

د ښاغلي باهر په خبره، دا بم "ترهګرو" د ولسوال د کور مخ ته ښخ کړی او وچاوداوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر کې لیکلي چې د خاک سفید ولسوال په "تاکتیکي چاودنه" کې ووژل شو.

دا ځایي چارواکی په داسې مهال په چاودنه کې وژل کېږي چې پرون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما په خپل رپوټ کې لاس جوړ، مقناطیسي او ریموټي بمونه پر ۲۰۱۶ کال د ولسی وګړو د وژنې دویم ستر لامل وبلل.

د دې رپوټ له مخې، پر ۲۰۱۶ کال د بم چاودنو له امله نږدې ۲۶۰۰ ولسي افغانان وژل شوی او تر ۳۵۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د دې رپوټ له مخې، د افغان حکومت مخالفې ډلې په تېره وسلوال طالبان د تېر کال د ۶۰ سلنه ولسي مرګ ژوبلې مسوول دي.

طالبانو دا رپوټ رد کړی او په افغان جګړه کې یې د ولسی وګړو د مرګ ژوبلې د اصلي عامل د پټولو په مانا بللی دی.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوناما د افغان حکومت مخالف وسلوال په تېره طالبان د تېر کال د ۶۰ سلنه ولسي مرګ ژوبلې مسوول بولي.