افغان حکومت: طالبانو افغانستان کې نوي ماینونه خښ کړي دي

د عکس سرچینه، Getty Images
يوې تازه څېړنې کې ادعا شوې ده چې وسله والو طالبانو په ۱۷ ولایتونو کې پر شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره مربع ځمکې ماینونه خښ کړي دي.
دا سروې چې د افغانستان د طبیعي او بېړنیو پېښو سره د مبارزې ادارې له خوا حکومت ته وړاندې شوه، پکې راغلي دي چې دا ماینونه د تېرو دوو کالو په موده کې خښ شوي دي.
د چارواکو په وینا مخکې د افغانستان پر ۶۰۰ کیلومتر مربع ځمکې ماینونه خښ ول ، خو د دغه څه باندې ۴۰۰ کیلومتره مربع ځمکې ډېرېدو سره به یې شمېر تر زر مربع کیلومتره هم واوړي.
طالبانو دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې مخکې د افغانستان حکومت د پلان له مخې ویل شوي ول چې تر کال ۲۰۲۳ به د افغانستان ټوله ځمکه له ماینونو پاکه شي.
هلمند، کندهار، زابل، اورزګان، بغلان، کندز او فراه د هغو ۱۷ ولایتونو ډله کې دي، چې له طبیعي او بېړنیو پېښو سره د مبارزې د ادارې په وینا د وسله والو طالبانو له خوا پکې له تېرو دوو کلونو راهیسې ماینونه خښ شوي دي.
دغه ولایتونه په تېرو دوو کلونو کې د افغان حکومت او وسله والو تر منځ ورځ تر بلې د سختېدونکې جګړې شاهدان ول.
له طبیعي او بېړنیو پېښو سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت وزیر ویس احمد برمک په دې اړه بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې "پر۴۳۱ کیلومتره مربع ځمکه اوس په ۱۷ ولایتونو کې ماینونه خښ شوي دي او موږ شاوخوا ۱۴۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو، چې دغه ځمکه او ځينې نورې سیمې له ماینونو پاکې کړو. "
افغان حکومت وايي له ماینونو څخه د دې هېواد د ځمکې پاکولو لپاره هر کال شاوخوا ۸۰ میلیونه ډالره بودیجې ته اړتیا لري، خو وايي لا تر اوسه نړیوالې ټولنې د دغو پیسو ور کولو ته چمتوالی نه دی ښودلی.
د چارواکو په وینا له تېرو ۳۰ کالو راهیسې په افغانستان کې ۲۰۹۰ کیلو متره مربع ځمکه له ماینونو پاکه کړل شوې، خو د دوی په خبره لا هم هره میاشت شاوخوا ۱۴۰ تنه د دغو ماینونو د چادوېدو له امله ژوند له لاسه ور کوي.
په افغانستان کې د طبیعي او بېړنیو پېښو سره د مبارزې وزارت له حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ برخې ته جدي پام وکړي.








