هند کې افغان محصل په ۳۷ هېوادونو کې لومړی شوی

د عکس سرچینه، FB: halim.deedar
يوه افغان محصل د هند په یوه پوهنتون کې د ۳۷ هېوادونو زده کړیالانو ترمنځ د سرو زرو مډال ګټلی.
دغه زده کړیال محمد حلیم دیدار نومېږي چې د هندوستان په جامعه همدرد پوهنتون کې يې د کمپیوټر ساینس په برخه کې تازه د ماسټري په کچه زده کړې بشپړې کړې دي.
ښاغلي دیدار د خپل پوهنتون په کچه د تر ټولو لوړو نومرو په اخيستلو سره دغه مډال ګټلی.
ده په ۲۰۱۵ کال کې د لیسانس په برخه کې هم ورته جایزه خپله کړې وه.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین دا د افغانانو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه بولي.
دغه ځوان اوس په اسپانیا کې د دوکتورا لپاره بورس هم ترلاسه کړی دی.
همدرد پوهنتون د هند حکومتي پوهنتون دی چې د نړۍ شاوخوا ۳۷ هېوادونو محصلین پکې زده کړې کوي.

د عکس سرچینه، FB: Halim.Deedar
محمد حلیم دیدار بي بي سي ته وویل، هندوستان ته په شخصي لګښت د لیسانس او ماسټرۍ زده کړو لپاره تللی:
"ما لیسانس او ماسټري دواړه په شخصي لګښت بشپړ کړل."
نوموړي ته په ۲۰۱۵ کال د هند مرستیال ولسمشر محمد حامد انصاري د فراغت پرمهال طلايي مډال هم ورکړی و.
محمد حلیم دیدار په ۱۹۹۲ کال بغلان ولایت کې زیږېدلی، په همدې ولایت کې یې د خاتم الانبیاء ښوونځی لوستی او په لومړۍ نومره ترې فارغ شوی دی.

د عکس سرچینه، FB: Halim.Deedar
دی وايي، ماسټري یې هم په معلوماتي ټکنالوژۍ کې اخیستې ده.
دیدار وايي، اوسمهال په همدرد پوهنتون سوداګرۍ برخه کې تدریس کوي.
د هند همدرد پوهنتون کې شاوخوا ۱۷۰ افغان محصلین په لوړو زده کړو بوخت دي.








