افغان حکومت: زابل کې مو 'لوړپوړی طالب مشر نیولی'

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، طالبانو د نوموړي د نیول کېدو پخلی نه دی کړی، خو رد کړی یې هم نه دی.

افغان چارواکي وايي یو لوړپوړی طالب مشر یې په سوېلي ولایت زابل کې نیولی دی.

د زابل د پولیسو یوه مشر غلام جیلاني فراهي ویلي، د طالبانو دغه مهم مشر چې ملا عبدالجبار عمري نومېږي، دوه اونۍ وړاندې پولیسو په دې تور نیولی و چې ګواکې ناقانونه وسله ورسره وه، خو وروسته په ډاګه شوه چې نوموړی یو طالب مشر دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د بي بي سي عبدالله نظامي ته د حکومتي چارواکو د خبرو غبرګون کې وویل، د ملا عبدالجبار عمري د نیول کېدو پخلی نه شي کولای، خو ردوي یې هم نه.

نوموړی وايي په دې تړاو له خپلو جنګیالو او سیمه يیزو مسؤولینو پلټنې کوي.

مجاهد زیاتوي، ملا عبدالجبار عمري اوس مهال کومه مهمه رسمي دنده په طالبانو کې نه درلوده. هغه دا خبره رد کړه چې ملا عبدالجبار عمري دې د طالبانو د بنسټګر مشر ملا محمد عمر سکرتر و.

۴۷ کلن ملا عبدالجبار عمري د زابل د سیوري ولسوالۍ اوسېدونکی او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ملا عمر نژدې ملګری او باوري سړی بلل کېده.

ښاغلی عمري له لومړنیو طالبانو و چې د مجاهدینو کور واکه واکمني یې پسې واخیسته.

دی لومړیو کې د لغمان د الیشنګ ولسوال وروسته د بغلان او سمنګانو والي و، هغه مهال چې پر طالب واکمنۍ د امریکا او ملاتړو ګوزارونه یې پیل شول، عمري د کندوز د هوايي ډګر مشري کوله.

د هغه مهال یوه ملګري یې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، د طالبانو له پرځېدو وروسته ملا عبدالجبار عمري یو څه مهال د ملا محمد عمر امنیتي مسؤول و او د کوټې شورا له مهمو غړو بلل کېږي.