افغانستان کې امریکايي پوهنتون له طالبانو د خپلو ښوونکو خوشي کېدل غواړي
د افغانستان امریکایي پوهنتون د خپلو دو استادانو د ویدیو تر خپریدو وروسته له طالبانو غوښتي چې د دوی استادان خوشې کړي، ځکه چې د پوهنتون په وینا دغه استادان چې یو یې امریکایي او بل یې استرالیایی دی د تدریس او مرستې لپاره افغانستان ته راغلي وو.
طالبانو د امریکایي پوهنتون دا دوه استادان څه باندې پنځه میاشتې وړاندې هغه مهال په کابل کې وتښتول چې له پوهنتونه بهر راوتلي وو.
په نوې خپره شوې ویډیو کې طالبانو ویلي، هغه مهال به دا استادان خوشې کړي چې افغان حکومت د دوی بندیان ازاد کړي.
طالبانو یوه ویډیو خپره کړې چې وايي په کابل کې د امریکايي پوهنتون د هغو دوو بهرنیو ښوونکو ده چې نژدې پنځه میاشتې وړاندې تښتول شوي ول.

د عکس سرچینه، Screen shot from Taliban's video
په ویډیو کې دوه کسان ښکاري چې یو ځان استرالیایی تیموتي جان ویکس او بل امریکایی کېون کېنګ معرفي کوي.
طالبانو د ویډیو له خپرولو سره لیکلي دوی یو شمېر غوښتنې لري چې غواړي پر ځای شي، خو ډېر جزییات یې نه دي ورکړي.
په ویډیو کې د دواړه کسانو افغاني کالي پر ځان دي او شاته يې پرده ځړېږي.

د عکس سرچینه، .
دواړه ږیرې لري او په ژړا ژړا له امریکا غوښتنه کوي، چې له طالبانو سره دې خبرې وکړي او د دوی په بدل کې دې د هغوی ملګري خوشې کړي.
دغه دوه کسان چې په انګریزي خبرې کوي په ویډیو کې ناهیلي ښيي چې تر اوسه چا د دوی د خلاصون په برخه کې هڅې نه دي کړي.
دوی وايي، امريکايي حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره يوه ډله رالېږلې وه، خو بې کومې پایلې بېرته ستنه شوه.
تيموتي جان ویکس وايي، د امریکا حکومت او ولس باید په هرصورت له طالبانو سره زموږ د خلاصون لپاره خبرې وکړي او د طالبانو هغه نیول شوي کسان چې په بګرام او پول چرخي کې دي، را خوشې کړي.
دی په ژړا ژړا د امريکا له حکومته غواړي، چې د دوی د خلاصون لپاره ژر تر ژره جدي ګامونه پورته کړي. دی وايي "زه دلته یوازې یم او وېرېږم. زه نه غواړم ووژل شم او زما د مرستې لپاره هيڅ را سره نه شته ".
ورته غوښتنه کېون کینګ هم کوي.

د عکس سرچینه، Screen shot from Taliban's video
تر اوسه د ویډیو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.











