''د کونړ نښترو پاخه لرګي له محصول پرته ټول هېواد ته وړل کېږي''

کونړ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، خلک وايي، ددې پر ځای، چې حکومت د لرګیو لېږد ته اجازه ورکوي، لکه د ارامۍ د کلونو په څېر دې په کونړ کې د نجارۍ یوه لویه کارخونه جوړه کړي، چې په کور د ننه اړتیاوړ توکي جوړ کړي او له دې اړخه په بهرنیو توکو تکیه راکمه شي.
    • Author, نعمت الله کریاب
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان ختیځ کونړ د نښترو د لرګیو پخو توکو ته یوځل بیا د اجرایه ریاست له لوري د وړلو اجازه ورکړل شوې، خو دا ځل پرته له محصوله ټول هېواد ته وړل کېدای شي.

د حکومت دغې پرېکړې غبرګونونه راپورته کړي، ګوتنیوونکي وايي، د پخو موادو په نوم د لرګیو لېږد د پاتې ځنګلونو له منځه تلو په مانا دي.

ځینو رسنیو په دې تړاو د والي او امنیې قومندان ترمنځ د اختلاف رپوټونه هم ورکړي وو، خو نن دواړو دغه رپوټونه رد کړل.

د افغان حکومت د کابینې د اقتصادې کمیټې د پرېکړې له مخې له کونړه د نښترو د قیمتي لرګیو د پخو موادو، کړکیو، دروازو، مېزونو او نورو توکو د وړلو اجازه ورکړل شوې، چې په ترڅ کې يې

په څو ورځو کې سلګونه موټرې ولېږدول شوې.

د موټرو دغو اوږدو کتارونو په خواله او ځینو رسنیو کې سختې نیوکې وشوې او له حکومته د لرګیو د لېږد د مخنیوي غوښتنې وشوې.

لرګي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شمېرو تر مخه د لسیزو جګړو او خپلسریو په وخت کې د کونړ اویا په سلو کې ځنګلونه لوټ تلان شوي او له منځه تللي.
لرګي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تمه دا وه، چې د قانوني حکومتونو په راتګ به دغه ارزښتناکه شتمني خوندي شي، خو لا هم د ځنګلونو وهل، قاچاق او د لرګیو لېږد په بشپړ ډول نه دی بند شوی.

ډېرو دغه پرېکړه د اساسي قانون له پنځلسمې مادې سره په ټکر کې بللې او د پاتې ځنګلونو له منځه تلو هڅه یادوي.

''د لرګیو وړلو پرېکړه کابل کړې''

د همدغو نیوکو له امله نن د کونړ والي وحیدالله کلیمزي رسنیو ته وویل، د لرګیو د وړلو پرېکړه کابل کړې او دوی یوازې د حکم پلې کوونکي دي. هغه دا خبره رد کړه، چې ګوندې د پولیسو مشر او والي په دغه موضوع سره ناخوښه دي:

''د افغانستان وزیرانو شورا اقتصادي کمېټې د عبدالله عبدالله په مشرۍ غونډه کې او د ګمرک له محصول پرته یې د پخو موادو لېږد ته اجازه ورکړل شوه، موږ اوامر پلي کوو، پولیس باید مواد تفکیک کړي، د قاچاق وړونکو د خامو موادو د لېږد مخه ونیسي.''

د کونړ د پولیسو مشر ظاهراً له والي سره د اختلاف خبره رد کړه، خو په څنګزن ډول د لرګیو لېږد د ملي او ولسي شتمنۍ له تالان سره برابر ګڼي.

د کونړ والي وحید الله کلیمزی

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح، د کونړ د پولیسو مشر ظاهراً له والي سره د اختلاف خبره رد کړه، خو په څنګزن ډول د لرګیو لېږد د ملي او ولسي شتمنۍ له تالان سره برابر ګڼي.

قومندان جمعه ګل همت پخپله د بار موټرو څار ته ورځي او هغه ګاډي راګرځوي، چې د پخو موادو په نوم پکې لرګي وړل کېږي.

ښاغلی همت وايي، هرڅه به د قانون له مخې ترسره کېږي:

''د قانون په چوکاټ کې ټول اوامر د والي په امر ترسره شوي او هېڅ ناقانونه کړنه نه ده ترسره شوې.''

د کونړ ډېر خلک پرته د لرګیو له سوداګرو او ترکاڼاڼو له کونړه په هر نوم د لرګیو د لېږد مخالف دي او له حکومته غواړي، چې که لرګیو ته دوړلو اجازه ورکوي، د ځنګلونو ساتنه او بیا زرغورنتیا دې له پامه نه غورځوي.

مولوي نجیب الله حقیار د کونړ یو اوسېدونکی وايي:

''موږ اندېښنه لرو چې له والي او اړوندو ارګانونو سره مو شریکه کړې ده، زه له مرکزه د دې ملي شتمنۍ په اړه سرسري نظر غندم. غواړم په جدي توګه خپل پام واړوي. کوم چور او تالان چې جوړ دی دا نه ملي مصلحت دی نه ولایتي مصلحت دی.''

لرګي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کونړ د پولیسو مشر ظاهراً له والي سره د اختلاف خبره رد کړه، خو په څنګزن ډول د لرګیو لېږد د ملي او ولسي شتمنۍ له تالان سره برابر ګڼي.
لرګي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کونړ ډېر خلک پرته د لرګیو له سوداګرو او ترکاڼاڼو له کونړه په هر نوم د لرګیو د لېږد مخالف دي او له حکومته غواړي، چې که لرګیو ته دوړلو اجازه ورکوي، د ځنګلونو ساتنه او بیا زرغورنتیا دې له پامه نه غورځوي.
ترکاڼ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کړکیو، دروازو اونورو توکو د لېږد غوښتنه ترکاڼانو او صنعت کارانو کړې، خو د ډېرو اندېښنه دا ده، چې په دې پلمه به د پاتې ځنګلونو وهلو ته لار هواره شي.

د کړکیو، دروازو اونورو توکو د لېږد غوښتنه ترکاڼانو او صنعت کارانو کړې، خو د ډېرو اندېښنه دا ده، چې په دې پلمه به د پاتې ځنګلونو وهلو ته لار هواره شي.

د شمېرو تر مخه د لسیزو جګړو او خپلسریو په وخت کې د کونړ اویا په سلو کې ځنګلونه لوټ تلان شوي او له منځه تللي. تمه دا وه، چې د قانوني حکومتونو په راتګ به دغه ارزښتناکه شتمني خوندي شي، خو لا هم د ځنګلونو وهل، قاچاق او د لرګیو لېږد په بشپړ ډول نه دی بند شوی.

خلک وايي، ددې پر ځای، چې حکومت د لرګیو لېږد ته اجازه ورکوي، لکه د ارامۍ د کلونو په څېر دې په کونړ کې د نجارۍ یوه لویه کارخونه جوړه کړي، چې په کور د ننه اړتیاوړ توکي جوړ کړي او له دې اړخه په بهرنیو توکو تکیه راکمه شي.

لرګي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ځینو رسنیو په دې تړاو د والي او امنیې قومندان ترمنځ د اختلاف رپوټونه هم ورکړي وو، خو نن دواړو دغه رپوټونه رد کړل.
لرګي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د حکومت دغې پرېکړې غبرګونونه راپورته کړي، ګوتنیوونکي وايي، د پخو موادو په نوم د لرګیو لېږد د پاتې ځنګلونو له منځه تلو په مانا دي.