تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''د کونړ نښترو پاخه لرګي له محصول پرته ټول هېواد ته وړل کېږي''
- Author, نعمت الله کریاب
- دنده, بي بي سي
د افغانستان ختیځ کونړ د نښترو د لرګیو پخو توکو ته یوځل بیا د اجرایه ریاست له لوري د وړلو اجازه ورکړل شوې، خو دا ځل پرته له محصوله ټول هېواد ته وړل کېدای شي.
د حکومت دغې پرېکړې غبرګونونه راپورته کړي، ګوتنیوونکي وايي، د پخو موادو په نوم د لرګیو لېږد د پاتې ځنګلونو له منځه تلو په مانا دي.
ځینو رسنیو په دې تړاو د والي او امنیې قومندان ترمنځ د اختلاف رپوټونه هم ورکړي وو، خو نن دواړو دغه رپوټونه رد کړل.
د افغان حکومت د کابینې د اقتصادې کمیټې د پرېکړې له مخې له کونړه د نښترو د قیمتي لرګیو د پخو موادو، کړکیو، دروازو، مېزونو او نورو توکو د وړلو اجازه ورکړل شوې، چې په ترڅ کې يې
په څو ورځو کې سلګونه موټرې ولېږدول شوې.
د موټرو دغو اوږدو کتارونو په خواله او ځینو رسنیو کې سختې نیوکې وشوې او له حکومته د لرګیو د لېږد د مخنیوي غوښتنې وشوې.
ډېرو دغه پرېکړه د اساسي قانون له پنځلسمې مادې سره په ټکر کې بللې او د پاتې ځنګلونو له منځه تلو هڅه یادوي.
''د لرګیو وړلو پرېکړه کابل کړې''
د همدغو نیوکو له امله نن د کونړ والي وحیدالله کلیمزي رسنیو ته وویل، د لرګیو د وړلو پرېکړه کابل کړې او دوی یوازې د حکم پلې کوونکي دي. هغه دا خبره رد کړه، چې ګوندې د پولیسو مشر او والي په دغه موضوع سره ناخوښه دي:
''د افغانستان وزیرانو شورا اقتصادي کمېټې د عبدالله عبدالله په مشرۍ غونډه کې او د ګمرک له محصول پرته یې د پخو موادو لېږد ته اجازه ورکړل شوه، موږ اوامر پلي کوو، پولیس باید مواد تفکیک کړي، د قاچاق وړونکو د خامو موادو د لېږد مخه ونیسي.''
د کونړ د پولیسو مشر ظاهراً له والي سره د اختلاف خبره رد کړه، خو په څنګزن ډول د لرګیو لېږد د ملي او ولسي شتمنۍ له تالان سره برابر ګڼي.
قومندان جمعه ګل همت پخپله د بار موټرو څار ته ورځي او هغه ګاډي راګرځوي، چې د پخو موادو په نوم پکې لرګي وړل کېږي.
ښاغلی همت وايي، هرڅه به د قانون له مخې ترسره کېږي:
''د قانون په چوکاټ کې ټول اوامر د والي په امر ترسره شوي او هېڅ ناقانونه کړنه نه ده ترسره شوې.''
د کونړ ډېر خلک پرته د لرګیو له سوداګرو او ترکاڼاڼو له کونړه په هر نوم د لرګیو د لېږد مخالف دي او له حکومته غواړي، چې که لرګیو ته دوړلو اجازه ورکوي، د ځنګلونو ساتنه او بیا زرغورنتیا دې له پامه نه غورځوي.
مولوي نجیب الله حقیار د کونړ یو اوسېدونکی وايي:
''موږ اندېښنه لرو چې له والي او اړوندو ارګانونو سره مو شریکه کړې ده، زه له مرکزه د دې ملي شتمنۍ په اړه سرسري نظر غندم. غواړم په جدي توګه خپل پام واړوي. کوم چور او تالان چې جوړ دی دا نه ملي مصلحت دی نه ولایتي مصلحت دی.''
د کړکیو، دروازو اونورو توکو د لېږد غوښتنه ترکاڼانو او صنعت کارانو کړې، خو د ډېرو اندېښنه دا ده، چې په دې پلمه به د پاتې ځنګلونو وهلو ته لار هواره شي.
د شمېرو تر مخه د لسیزو جګړو او خپلسریو په وخت کې د کونړ اویا په سلو کې ځنګلونه لوټ تلان شوي او له منځه تللي. تمه دا وه، چې د قانوني حکومتونو په راتګ به دغه ارزښتناکه شتمني خوندي شي، خو لا هم د ځنګلونو وهل، قاچاق او د لرګیو لېږد په بشپړ ډول نه دی بند شوی.
خلک وايي، ددې پر ځای، چې حکومت د لرګیو لېږد ته اجازه ورکوي، لکه د ارامۍ د کلونو په څېر دې په کونړ کې د نجارۍ یوه لویه کارخونه جوړه کړي، چې په کور د ننه اړتیاوړ توکي جوړ کړي او له دې اړخه په بهرنیو توکو تکیه راکمه شي.