له بريتانيا د يوه افغان پناه غوښتونکي د ايستلو مخنيوی وشو

د بريتانيا له کارډېفه افغانستان ته د یوه افغان ځوان د استولو مخه هغه مهال ونيول شوه کله چې یوه قاضي له الوتنې څو ساعته وړاندې دا پرېکړه وکړه.

شاوخوا ۵۶۰۰ کسانو په یوه داسې غوښتنلیک لاسليک وکړ چې افغانستان ته د ۱۹ کلن بشير نادري د استولو مخه ونيسي.

دی ۹ کاله په دغه ښار کې اوسېدلی او ټاکل شوې وه چې بېرته افغانستان ته استول شوی وای.

د بریتانیا په پارلمان کې د کارډېف د ښار استازې جو سټيونسن وویل، قاضي د ده بېرته لېږل هغه مهال ودرول کله چې دی الوتکې ته د ختو په حال کې و.

د کورنیو چارو وزارت په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د پارلمان غړې دا هم زیاته کړه چې د بریتانیا د کډوالو وزير دا دوسیه په خپله څېړي.

خو د بشير د استولو ګواښ لا هم شته.

اغلې سټيونسن زیاته کړه چې بشير ډېره موده په لوېديځ کې تېره کړې او همدغه افغانستان کې ده ته د ګواښ لامل ګرځي.

اوس مهال د دې ځوان وکيل یوه تګلاره پیل کړه چې له مخې یی بشير وکولی شي په بریتانیا کې په دایمي توګه واوسېږي.

جو سټيونسن وايي، د کډوالو له چارواکو به دا غوښتنه هم وشي چې بشير کارډېف ښار ته نژدې د کډوالو یو مرکز ته واستول شي چې د ده ملګرې، د ملګرې کورنۍ يې او هم هغه کورنۍ چې بشير ورسره اوسېده وګوري.

نوموړې زياته کړه، زه له ټولو هغو زرګونو خلکو مننه کوم چې د بریتانیا له بېلابېلو ښارونو یې له بشير سره مرسته کړې.

د اغلې سټيونسن په وينا، بشير افغانستان هغه مهال پرېښود چې پلار یې طالبانو وواژه او مور یې د ځمکې خرڅولو ته اړ شوه تر څو قاچاق وړونکو ته پیسې برابرې کړي چې بشير بریتانیا ته واستوي.

د ده ملګرې، ۲۴ کلنه نيکول کووپر په دې باور ده، چې د کورنیو چارو وزارت بشير بېرته استوي ځکه چې دی اوس نور ماشوم نه دی.

دا د کورنیو چارو له وزیره دا غوښتنه کوي چې د بشير دوسیې ته دې بیا کتنه وکړي.