'' د بې ځایه شويو افغانانو شمېر به ۴۰۰ زرو ته ورسېږي''

د بې ځایه شویو کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو استازي په افغانستان کې د بې ځایه شویو کډوالو د ژوندانه پر اړه اندیښنه وښوده، او ویې ویل چې د ژمې په رارسیدو سره دغه کډوال لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

استازي وویل چې اوسهمال په افغانستان کې ۳۲۰ زره بې ځایه شوي وګړي ژوند کوي چې په وینا یې د روان میلادي کال تر پایه به دا شمېر څه باندې ۴۰۰ زرو ګډوالو ته ورسېږي.

مصطفی سالک له کابله خپل رپوټ کې کاږي، چې د سلګونو زرو بې ځایه شویو افغان کډوالو اندیښناک ژوندانه د ملګرو ملتونو اړوند استازی وهڅوه چې کابل ته راشي.

چالوکا بیاني د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې کابل، بلخ او هرات ولایتونو ته تللې او د بې ځایه شویو کډوالو د ژوندانه جاج یې اخیستی. د ملګرو ملتونو استازي تر خپلو لیدنو کتنو وروسته په کابل کې له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دغو بې ځایه شویو کډوالو حالت ته سم پام وکړي.

''کله چې جګړه اوږده او تودېږي، بې ځایه کیدنه هم ورسره ډېره دوامداره کیږي، ناامنۍ په ډېرو بې ځایه شویو کسانو اغېز کوي او هغوی دا ستونزمنه پرېکړه نه کوي چې بیرته خپلو سیمو ته ستانه شي، په همدې خاطر ما په حکومت او په نړیوالو بشري او پراختیایي ملګرو یې غږ وکړ چې بېړنیو مرستو ته دوام ورکړي، په ځانګړې توګه اوس چې ژمی رارسېږي، دوی باید د اوږدمهاله بې ځایه کېدنې پایښتي حل لارې ته ډېر پام وکړي او سرچینې ورته ځانګړې کړي. ''

له دې سره همهاله د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د برخې مرستیال مارک بووډن وویل هغه شمېر افغان کډوال چې نوي له پاکستانه راستانه شوي دي، هغوی هم د جګړو له کبله خپلو ارو سیمو ته نه شي ستنیدی، وايي له دې سره د بې ځایه شویو کډوالو شمېر هم ډېر شي، چې د ښاغلي بووډن په وینا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

''ډیر هغه کسان چې له پاکستان او ایرانه راستنېږي، نه شي کولای خپلو سیمو ته لاړ شي، دوی هم د بې ځایه شویو کسانو په ډله کې راځي، د دغو ډېرو کسانو بیړنیو او اوږدمهاله اړتیاوو ته رسېدل یو ملي لومړیتوب او اړتیا ده. ''

د بې ځایه شویو کډوالو شمېر ډېریدل او دا چې له یوې ډډې په کور دننه خلک له خپلو مینو او ولسونو بې ځایه کېږي او له بلې ډډې له پاکستان او ایرانه د کډوالو ګڼې جوپې راروانې دي، سمبالښت یې افغان حکومت ته په یوه لوی سرخوږي اوښتي او داسې نښې هم نه شته چې وښيي دا ستونزه زر هواریدونکې ده.