بهر ته تازه راغلې افغان ښځې لوېدیځه ټولنه کې له کومو ننګونو سره مخامخ دي؟

- Author, تورپېکۍ غرنۍ
- دنده, بي بي سي
د ۲۰۲۱ کال اګست کې هغه مهال چې طالبان افغانستان کې واک ته ورسېدل، د ښځو په ګډون ګڼ هغه افغانان لوېدیځو هېوادونو ته کډوال شول چې په خپل هېواد کې یې "ژوند ته ګواښ و."
بي بي سي په درې بېلابېلو هېوادونو کې د دغو افغانو ښځو له ډلې ځینو سره غږېدلې او د هغوی د ژوند کیسې یې راخیستې دي.
دلته یې د خوندیتوب لپاره د ځینو نومونه اړول شوي.
له څارنوالۍ مغازه کې تر کار کولو
۲۷ کلنې لیلا چې کله بي بي سي ته د خپلې کډوالۍ د ژوند کیسه کوله، په سپین مخ یې شنې سترګې له اوښکو ډکېدلې. هڅه یې کوله خبرې وکړي، خو په ستوني کې غوټه شوې سلګیو وار نه ورکاوه.
دا هغه احساس دی چې له دوو کالو راهیسې به یې ښايي ګڼ هغه افغانان تجربه کوي، چې د طالبانو لاس ته د افغانستان له بیا ورتګ وروسته اړ شوي چې نورو هېواونو ته کډوال شي.
لیلا د قضا او څارنوالۍ برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زدکړې کړې او څلور کاله افغانستان کې څارنواله پاتې شوې ده.
خو اوس د بریتانیا په یوه څنډه کې هر سهار هغې مغازې ته ورځي، چې ټول کار یې د کالیو او لوښو سمول دي.
"هر سهار چې له خوبه راویښېږم او کار پیلوم فکر کوم خوب وینم، له دوو کالو وروسته مې اوس هم زړه ته نه لوېږي چې دا هر څه دې رښتیا وي. د افغانستان سقوط زما د ژوند د سقوط په مانا دی."

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست کې د څارنوالې په توګه دنده ترسره کوله، چې په دغه موده کې یې د سترو قاچاقبرانو او د نشه یي توکو کاروباریانو دوسیې څېړلې.
هغه وايي دې برخه کې ډېر ځله "په مرګ ګواښل شوې ده" خو هېڅکله یې دا نه منله چې یوه ورځ دې خپل هر څه پرېږدي او داسې ځای ته به ځي، چې کلتور او ټولنې سره بلدېدل یې ښايي کلونه وخت ونیسي.
"سره له دې چې په خپل وطن کې مې تر ماسټرۍ زدکړې کړې وې او ښه دنده مې وه، خو دلته مې اوس هر څه له صفره راپیل کړي. دا راته ډېره ځوروونکې ده چې کله فکر کوم دا مزل به مې بیا څومره وخت نیسي او زه به پخواني ځای ته رسېږم."
لیلا چې درې میاشتې وړاندې کابل کې کوژده شوې بریتانیا کې اوس یوازې ده، خو په کابل کې اووه کسیزه کورنۍ ور له غاړې ده چې باید له مالي اړخه یې ملاتړ وکړي.
هغه وايي:"کار ځای کې راته د یوه ساعت کار بدل کې لس پونډه راکوي، کله شپږ ساعته او کله بیا اته ساعته کار کوم، دومره برابروم چې خپل او د کورنۍ لګښت پرې پوره کړم. که کار و نه کړم کورنۍ به مې څه کوي."
نوموړې په ۲۰۲۲ کال کې بریتانیا ته راغله او د زرګونه هغو کډوالو په ډله کې ده چې تر اوسه لنډ مهالو هوټلونو کې پراته دي.
لیلا یوازې له کابله په وتو خپل سر خوندي کړی، خو دا لا هم نه ده مالومه چې یوه جونګړه به څه وخت ورکول کېږي چې په وینا یې "د ارام سا پکې واخلي."
"د هغې ورځې په هیله چې افغانې ښځې یو ځل بیا وخاندي او بېرته را ژوندۍ شي"

د عکس سرچینه، KADIJA AMIN
۳۰ کلنه خدیجه امین د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه په خپل کاري دفتر "ملي تلویزیون" کې وه چې، شل کلن جمهوریت ونړېد او دا یوه اونۍ وروسته اسپانیا ته روانه شوه.
خدیجه په یوه جوړه کالیو کې له کوره راوتلې او اسپانیا ته یې له ځانه سره یوازې د کډوالې نوم راوړی چې په وینا یې د دې نوم په اورېدو ډېره خپه کېږي. هغه وايي"هر څوک چې راته وايي مهاجره یې، زره مې ماتېږي".
د کډوالې یا کډوال کلمه ښایی د خدیجې په ګډون ډېرو هغو ته هم ځوروونکې وي چې له مجبورې ورځې د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.
خدیجه د ۲۰۲۱ کال اګست کې د افغانستان پر واګو د طالبانو له ولکې وروسته د یوه اسپانوي بنسټ په مرسته اسپانیا ته راغلې.
هغې پنځه کاله نورو رسنیو او یو کال د افغانستان مليتلویزیون سره کار کړی چې اوس د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې دی.
" له سقوط درې ورځې وروسته دفتر ته لاړم، دروازه کې ولاړ طالب ساتونکي راته دننه د ننوتو اجازه رانکړه. ډېره راته سخته وه چې نن د هغه ځای له دروازې بېرته راستنه کړل شوم چې تر پرونه زما دفتر و، کار به مې پکې کاوه خو نن راته د ننوتو اجازه نه راکول کېږي."
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد که څه هم کله چې واک ته د دې ډلې له رسېدو وروسته په لومړي ځل رسنیو کې راڅرګند شو، د ښځو پر حقونو، رسنیو او بیان پر آزادۍ یې ټینګار وکړ او یې ویل چې:"ښځې به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې په ټولنه کې ډېرې فعاله وي او د کار او تحصیل حق به ولري." خو دوی په خپلو ژمنو کې پاتې راغلل.

د عکس سرچینه، KHADIJA AMIN
طالبانو تر دې مهاله پر ښځو د کار، زدکړو او عامه ژوند برخو کې سخت ځپونکي بندیزونه لګولي دي چې له امله یې ګڼې ښځې او کورنۍ له افغانستانه وتلو ته مجبورې شوي.
خدیجه داسې یوه هېواد ته تللې چې لومړیو کې ورته ژبې سره نه بلدیت لوی سرخوږی و او دا یې له ټولنې او خلکو ګوښې کړې وه، خو اوس یې پر ژبه څه نا څه سر خلاصېږي او خبرې پرې کولی شي.
"سره له دې چې زړه کې مې د ویلو لپاره ډېرې خبرې وې، خو دا چې په ژبه نه پوهېدم نو څه به مې نه شو ویلی. ښار او بازار ته د تګ پر مهال به مې چې ډېره اړتیا شوه چا سره خبرې وکړم نو ګوګل ټرانسلېټ به مې کاراوه."
خدیجه دلته له یوې اسپانوي ورځپاڼې سره کار کوي او وخت- ناوخت د ښځو د حقونو په پار جوړو شویو غونډو کې د افغان ښځو پر حقونو غږېږي. دا وايي دلته د کار او زدکړو په ګډون هر ډول فردي ازادي لري خو هېڅکله یې ځان ازاد نه دی حس کړی، ځکه چې په وینا یې: "وطن کې مې په سلګونه زره ښځې د هېڅ څه حق نه لري چې دا حس ما ډېره ځوروي، زه دلته هېڅ د ازادۍ حس نه لرم."
خدیجه وايي د افغان ښځو او هغه څه چې په هغوی تېرېږي هېڅ کله نه شي هېرولی خو تمه لري، چې هر څه یو ځل بیا بدل شي او افغانې ښځې خپلو لومړنیو حقونو ته لاسرسی ولري.
"د هغې ورځې په هیله چې دا هر څه یو ځل بیا بدل شي، افغانې ښځې بیا له زړه وخاندي، ښوونځيو او پوهنتونونو ته لاړې شي، کار وکړي او یو ځل بیا را ژوندۍ شي."
"کاناډا کې مې د افغاني کالیو کار و بار پیل کړی غواړم افغاني کلتور دود کړم"

د عکس سرچینه، SHAMLA NIAZAI
شمله نیازۍ ۲۴ کلنه ده او د ارواپوهنې برخه کې یې زدکړې کړي دي. نوموړې هم د لسګونه زره نورو افغانانو په څېر د تېر جمهوري نظام له سقوط وروسته جلا وطنه شوې او کاناډا ته تللې ده.
هغه له خپل هېواده لېري ده، خو وطني احساس او مینه یې لا هم په زړه کې پايي.
نوموړې د کډوالۍ د سختو ورځو شپو له ګاللو سره سره ننګونو ته نه ده تسلیم شوې. سره له دې چې هغه په کاناډا کې یوه امریکايي کمپنۍ کې کار کوي د "شمله برنډ" په نامه یې د افغاني کالیو کار و بار هم پیل کړی.
"زه د ښځو د افغاني کالیو په ګډون د نارینه وو د کالیو بېلابېل ډولونه او واسکټونه هم پلورم، مور او خور مې یې کابل کې جوړوي او زه یې دلته کاناډا کې پلورم، دا مې هم د کورنۍ او زما لپاره د عاید یوه ښه سرچینه ده او هم په بهر کې د خپل کلتور د دودولو ښه لار."
شمله وايي، کله چې یې بهرني مشتریان په لاس جوړ شوي افغاني کالي ګوري، حیرانېږي او باور یې نه راځي چې دا ظرافت او ښکلا دې ټوله د افغانو ښځو په لاس جوړه وي.
د هغې په خبره: "بهرنۍ ښځې راته وايي خپه دې چې افغانې ښځې له دومره وړتیاوو سربېره بیا هم په کورونو کېنول شوي. ته نېکمرغه یې چې دلته راغلې او بیا هم خپل کلتور ته کار کوې."

د عکس سرچینه، SHAMZA NIAZAI
شمله وايي، سره له دې چې د افغانو ښځو وړتیاوو کاناډا کې خلک حیران کړي او کله چې یې دوی ستاینه کوي ورته خوشالېږي وايي "کله چې کابل کې خویندو سره غږېږم او هغوی راته کیسې وکړي چې څه ډول حالت سره مخ دي هر څه رانه هېر شي او ډېر بد حس کوم."
شمله د ډېرو نورو افغانو ښځو برعکس له سقوط وروسته دې ته ډېره لېواله وه چې طالبانو سره له نږدې کېني، هغوی واوري او هغه پوښتنې ترې وکړي، چې د پرځېدلي حکومت او طالبانو تر منځ د تېرې شل کلنې جګړې په تړاو ښايي ډېرو افغانانو سره بې ځوابه پاتې وي.
"کله چې طالبان راغلل خلک ترې ډارېدل خو ما برعکس غوښتل دوی سره وګورم چې په دې شلو کالو کې چې موږ دومره بدې ورځې تېرې کړې زموږ تر منځ څه ورک وو. موږ څه بد دې خلکو ته رسولي وو چې بلاخره یې نه پرېښودو چې یوه ورځ په ارامه تېره کړو."
هغه وايي:"طالبان راغلل خو زما په څېر د سلګونه زره افغانو ښځو هیلې او ارمانونه یې خاورې کړل."









