افغانه پیلوټه: یوه اګست مې هیلې مړې کړې، بل اګست د اروپا اسمانونو ته پرواز راکړ

د عکس سرچینه، Muhadesa Merzaye
- Author, تورپېکۍ غرنۍ
- دنده, بي بي سي
۲۴ کلنه محدثه میرزايي هغه افغانه پیلوټه ده، چې ۲۰۲۱ کال اګست کې د افغانستان پر واګو د طالبانو له ولکې وروسته بلغاریا ته جلا وطنه شوه.
نوموړې اوس بلغاریا کې اوسېږي او له څه باندې یو نیم کال وروسته توانېدلې یو ځل بیا د پیلوټۍ دنده پیل کړي، خو دا ځل د افغانستان پر اسمانونو نه، بلکه د اروپا اسمانونو ته الوتنې کوي.
هغې بي بي سي پښتو ته خبرو کې ویلي: "پیلوټي مې له ماشومتوبه د خوښې مسلک و، ما چې د پیلوټۍ کوم جواز او اسناد لرل بلغاریا کې یې هغه و نه منل، راته ویل یې زمونږ لپاره افغانستان نور هېڅ نشته او دا اسناد نه شو منلی. له بده مرغه ووایم که له ښه مرغه خو ما باید ډېر ټرېننګونه له سره کړي وای او اروپايي ازموینې مې ورکړې وای."
محدثه بلاخره د خپل ماشومتوب او خوښې دندې ته بېرته ستنه شوه، خو وايي تېرې خوارۍ او سختې پرې له سره تکرار شوې.
نوموړې وايي، " له شپږو میاشتو ټرېننګونو او پیلوټۍ برخه کې، له ۱۳ اروپايي ازموینو وروسته مې بېرته خپل اسناد واخیستل چې ډېره راته سخته وه. اوس مې په یوه اروپايي شرکت کې دنده پیل کړه او الوتنې کوم، د ۲۰۲۱ کال اګسټ پنځلسمې مې هیلې مړې کړې او د ۲۰۲۲ کال اګسټ پر همدې پنځلسمه مې بېرته پرواز وکړ او یو ځل بیا خپلو هېلو ته ورسېدم".

د عکس سرچینه، KAMAIR
محدثه میرزايي د هغې الوتکې پیلوټه هم وه چې په سویلي اسیا کې یې تاریخ جوړ کړ.
هغې د ۲۰۲۱ کال فبرورۍ پر ۲۷ مه، د کام ایر شرکت یوه الوتکه له هرات کابل او له کابله بېرته هرات ته والوزوله.
دا د افغانستان په تاریخ کې د ښځې له خوا د ملکي الوتکې لومړنۍ الوتنه یاده شوې ده.
د یادې افغانې پیلوټې دا الوتنه د کام ایر شرکت پر بویینګ ۷۳۷ الوتکې وشوه چې شاوخوا نوي دقیقې وه.
د دغې الوتکې ټوله "څلور تنه" عمله هم ښځې وې.
د افغانستان هوايي چلن ادارې هغه مهال بي بي سي ته ویلي وو "دا سویلي اسیا کې لومړنۍ الوتنه ده چې د ښځو له خوا ترسره کېږي."

د عکس سرچینه، Muhadisa Merzaye
" بختوره یم، یوه ځواکمنه مور لرم او زما ملاتړ کوي"
محدثه له خپلې کورنۍ لېري ده خو وايي، "بختوره یم چې د خپلې کورنۍ او د خپلی ځواکمنې مور ملاتړ تل راسره دی."
نوموړې افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته په اشارې ویلي، سره له دې چې افغانې ښځې دا ډول کارونو ترسره کولو ته ډېر کم لاسرسی لري خو نېکمرغه ده چې خپلو هېلو ته رسېدلې.
هغه وايي: "له ماشوتوبه مې له هیجان سره علاقه وه، ویل مې داسې څه باید وکړم چې هره ورځ مې بېله وي او ډېر هیجان ولري، کله چې لږه هوښیاره شوم او لوړو ټولګیو ته لاړم نو پوه شوم چې د پیلوټۍ په نامه یو څه شته او کولی شم الوتکه والوزوم، ۱۵ کلنه وم چې جدي پرېکړ مې وکړه چې زه باید پیلوټه شم."
محدثې د ښوونځې درسونه په کابل، امریکا او کاناډا کې بشپړ کړي او د پیلوټۍ زدکړې یې هم په فېلپین کاناډا او بیا بلغاریا کې کړې دي او کابل کې یې هم د کام ایر شرکت کې د بووینګ زدکړه کړي.
نوموړې وايي، "کاناډا کې چې وم نو ما کار هم کاوه او نه مې شو کولی چې د درس لګښتونه ټول په یوه وار ورکړم خو کله به مې چې کار وکړ او پیسې به مې وګټلې بیا به مې د پیلوټۍ ټولګي نیول او زدکړه به مې کوله."
"خلکو راته ویل جسامت کې کوچنۍ یې، پیلوټي نه شې کولی"

د عکس سرچینه، Muhadesa Merzaye
د جسامت اندازه ښايي ځينو ته د کار او وړتیا کچې د مالومولو په مانا وي، همدا باور او قضاوتونه ښايي د یو شمېر کسانو د نهیلۍ او د ژوند د مهمو پرېکړو د بدلون لامل شي.
خو ځینې له همدې باورونو او قضاوتونو سربېره بیا هم د خپلو اهدافو لمن نیسي او تر بریا یې ځان رسوي.
محدثه هم له همدغو یوه ده، چې په اسانۍ دې ځای ته نه ده رسېدلې، بلکې د خلکو له ډېرو خبرو او قضاوتونو سره یې ځان خپلو موخو ته رسولی.
هغه وايي، "اولې ورځې راته ډېرې سختې وې، هېچا نه غوښتل پیلوټۍ برخه کې مالومات راکړي برعکس ماته به یې ویل ته جسامتا کوچنۍ یې، عمر دې کم دی او الوتکه نه شې الوزولی."
نوموړې زیاتوي، "دې خبرو یوه موده نهیلې کړم او پرېکړه مې وکړه چې ترې تېره شم او انجینری ولولم. د کاناډا یوه پوهنتون منلې هم وم خو بیا مې چې فکر وکړ له ځانه سره مې وویل، که انجینري ولولم ژوند به مې بې مانا وي هیجان به نه لري او دا هغه څه نه دي چې زه یې غواړم خو اوس چې پیلوټه یم دا راته کار نه ښکاري بلکې زما شوق دی، که ما بله هره رشته ویلې وای ډاډه یم بېرته به همدې کار ته راستنېدم."
هغه وایي، الوتنه ټول هیجان دی او خوند ترې اخلي.
د اروپا پر اسمانونو د افغانې پیلوټې محدثه میرزايي خبرونه داسې مهال خپرېږي، چې افغانستان کې پر نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي دي او د طالبانو له خوا ترې د زدکړو حق اخیستل شوی.
آغلې محدثه افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زدکړو او کار ټینګار کوي او وايي پر دوی د لګول شویو بندیزونو له امله خپه ده او هېڅ ورته د منلو نه ده چې په اوس وخت کې دې نجونې له کار او زدکړو راوګرځول شي.
خو وايي"مونږ باید هېڅکله نهیلي نه شو مونږ باید د خپلو هیلو د ترلاسه کولو لپاره وجنګېږو، باید هڅه وکړو."










