مولوي عبدالحمید: ایران دې د ملګرو ملتونو څارونکو ته د زندانونو د لیدو اجازه ورکړي

عبدالحمید زهي

د عکس سرچینه، SUNIONLINE

د ایران په زاهدان کې د اهل سنت مولوي امام عبدالحمید زهي د جمعې لمانځه پر مهال له ایراني چارواکو سره د ملګرو ملتو د بشري حقونو د حقیقت موندنې کمېټې د وروستۍ غونډې په تړاو د دغه هېواد له حکومته وغوښتل، د ملګرو ملتونو سازمان استازو ته اجازه ورکړي، چې له زندانونو لیدنه وکړي او په ایران کې له سیاسي بندیانو سره خبرې وکړي.

مولوي عبدالحمید، د هغو څرګندونو په اړه چې ښه به و په ایران کې پوځي محکمې جوړې شوې وای او د اعتراض کوونکو شکایتونه په ایران کې دننه څېړل شوي وای، ویلي، که د ښځو او نجونو شکایتونو ته چې پر هغو تېری شوی او یا یې سترګې له لاسه ورکړي پام شوی وای، هغه وخت اړتیا نه وه چې شکایتونه د بشري حقونو تر سازمانونو رسېدلي وای.

ښاغلي عبدالحمید زهي د اوکراییني الوتکې د نسکورولو پېښې د "عادلانه" محاکمې پر نه ترسره کېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي، دی حیران دی چې چارواکو په دې تړاو عادلانه محاکمه ترسره نه کړه او اوس به د هاګ محکمه د دې موضوع په اړه پرېکړه کوي.

د مکي جومات امام د خپلې وینا په یوه برخه کې په فرانسه کې د وروستیو ورځو پېښې، په ایران کې د تېر کال پاڅونونو او اعتراضونو غورځنګ له پېښو سره پرتله کړي او ویلي یې دي، په فرانسه کې له ډېرو تاوانونو سره سره بیا هم هېڅ کوم لاریون کوونکي ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، سترګې یې له لاسه نه دي ورکړې او د نخاع رګونه یې نه دي پرې شوي.

تېره چهارشنبه د بشري حقونو د حقیقت موندنې ډلې په ایران کې د تېر کال لاریونونو پر مهال د حکومت د سرغړونو او تاوتریخوالي په اړه لومړنی راپور په جنیوا کې د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړ.

په دې راپور کې ویل شوي چې د ایران حکومت تر اوسه له دغه پلاوي سره همکاري نه ده کړې.

تېر کال د یوې جمعې لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو چې د مولوي عبدالحمید له خطبې وروسته د "یوې ځوانې نجلۍ پر وړاندې د پولیسو د مشر د جنسي تېري" په اعتراض کې راټول شوي وو، د امنیتي چارواکو له خوا مخامخ ډزې وشوې.

هغه مهال د پولیسو او امنیتي ځواکونو د تاوتریخوالی په ترڅ کې ګڼ کسان ووژل شول. دا ورځ زاهدان کې د "خونړۍ جمعې" په نامه یادېږي.