طالبان: زموږ پوله ساتي ځواکونه روزل شوي، ایران دې په خپلو ځواکونو تمرکز وکړي

- Author, ملائکه احمدزۍ
- دنده, بي بي سي
د طالبانو حکومت د ایران هغه وړاندیز رد کړ چې ویلي یې وو دوی چمتو دي د طالبانو پوله ساتو ځواکونو ته روزنه ورکړي .
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي پښتو پاڼې ته په استولي غږیز پیغام کې وویل، د دوی پوله ساتي ځواکونه روزل شوي دي.
ښاغلی مجاهد وايي: "زموږ ځواکونه تر ډېره حده روزل شوي دي په ځانګړي ډول هغه ځواکونه چې سرحدي برخو کې فعالیت کوي. له بده مرغه دا پېښې چې رامنځ ته کېږي یا دا څو ځلې چې تکرار شوې، دا له دې کبله نه دي چې زموږ ځواکونه بلد نه دي یا یې بې غوري کړې ده. "
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان کې د خپلو امنیتي کسانو د روزنې لپاره اکاډمي او پوره امکانات لري او د پوځیانو روزنه یې روانه ده.
د طالبانو نوموړي ویاند د وروستیو نښتو پړه په ایراني لوري ورواچوله او وویل، وروستۍ نښتې د ایراني ځواکونو د "مزاحمت او د دوی له لوري لومړي ګام کې د ډزو د پیلولو له کبله رامنځ ته شوې دي."
نوموړي وويل، "اول ډزې تل ایراني ځواکونه کوي زموږ لوري ته مزاحمت جوړوي، زموږ ځواکونه بیا غبرګون ته اړ کېږي. "

د عکس سرچینه، MehrNewsCopyright
طالبانو د دې غبرګون تر څنګ زیاته کړه، ایران باید په خپلو ځواکونو تمرکز وکړي چې شته باریکیانې درک کړي او پوه شي چې د پولې شاخوا سیمو کې احتیاط اړین دی.
له دې مخکې د ایران د انتظامي ځواکونو عمومي ځایناستي قومندان قاسم رضايي ویلي و، د طالبانو د پوله ساتو ځواکونو روزلو ته یې "چمتووالی اعلان" کړی دی.
دغه جګپوړی ایرانی چارواکی پر پوله د ایراني پوله ساتو او طالب جنګیالیو ترمنځ د وروستۍ نښتې له ځای څخه هم لیدنه کړې وه.
نوموړي ویلي و: "څه چې پېښېږي د هغو ځینو طالب ډلګیو د بې غورۍ له کبله دي چې سرحد کې دي."
د طالبانو او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ وروستۍ نښته تېره اوونۍ رامنځ ته شوې وه.
په دې وسله واله نښته کې دوه ایراني پوله ساتونکي او یو طالب سرتېری وژل شوی و.










