افغانستان ته نغدې مرستې نژدې یوه میاشت په ځنډ وړل شوې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
بي بي سي ته دوو سرچینو ویلي، افغانستان ته د نړیوالې ټولنې نغدې مرستې د پخوا پرتله په ځنډ وړل شوې دي. په تېر کې نژدې هره اوونۍ ۴۰ میلیونه ډالر نغد د مرستو په ډول کابل ته وړل کېدې خو دا ځل دغه بسپنه نژدې یوه میاشت وروسته وړل شوې ده.
د افغانستان بانک د مالوماتو له مخې، تېر ځل ۴۰ میلیونه ډالر نغدې پيسې د مارچ پر ۱۳مه وړل شوې وې چې د افغانستان بانک یې اعلان د مارچ پر ۱۴مه کړی و.
سره له دې چې دا ځل دغه پیسې درې ورځې وړاندې د اپرېل پر لسمه افغانستان ته لېږدول شوی، خو د افغانستان بانک یې په اړه رسمي اعلان نه دی کړی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر څو ځلې پخوا نېوکه کړې وه چې افغانستان ته د نغدو مرستو اعلان دې د افغانستان بانک نه کوي، خو بیا هم نژدې هره اوونۍ د دغو پیسو د لېږد اعلان د افغانستان بانک له خوا کېده.
یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وویل تازه وړل شوې پيسې د پخوا په څېر ۴۰ میلیونه ډالره دي، خو یوې بلې سرچینې بیا ویلي، ښايي "دا ځل د وړل شویو پیسې کچه له پخوا هغې کمه وي."
د ملګرو ملتونو په دفترونو کې پر ښځو د طالبانو د حکومت له کاربندیز وروسته، دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې خپلې عملیاتي چارې له سره ارزوي چې ډېر خلک یې اندېښمن کړې دي.
یوناما په یوه تازه اعلامیه کې ویلي و "د طالب واکمنو بندیز د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون د نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني دی، نو په دې توګه يې ملګري ملتونه نشي منلی."
ملګرو ملتونو خبری داری ورکړی و چې "پر افغان ولس د دغه ناورین هر ډول منفي پایلې به د واکمنو چارواکو پر غاړه وي."
په ځواب کې یې د طالبانو حکومت بیا ویلي، د ملګرو ملتونو په دفترونو کې پر ښځو کار بندیز د دوی "د کورني ارزښت یوه موضوع ده، چې ټول لوري باید ورته درناوی وکړي"
د طالبانو له غبرګونه داسې ښکاري چې پر ښځو د کاربندیز په اړه له خپله دریځ نه په شاه کېږي چې تر ټولو ډېر اغېز یې پر ولسي خلکو دی چې له وړاندې د قحطۍ پر څنډه ولاړ دي.
داسې رپوټونه هم شته چې ښايي د دې ستونزې د حل لپاره د ملګرو ملتونو یو پلاوی دوحې ته ولاړ شي چې له قطري چارواکو چې پر طالب واکمنو اغېز لرونکي ښکاري، مرسته وغواړي.
هم پر ښځو کاربندیز، هم د مرستو غوښتنه

د عکس سرچینه، Getty Images
بل خوا د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د مېشتو هېوادونو له استازو سره په کتنه کې له هغوی "د مرستو د دوام غوښتنه کړې."
دغه ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازې روزا اوتبایوا په ګډون د افغانستان د ځینو ګاونډیانو سفیرانو هم برخه اخیستې وه.
که څه هم باختر اژانس د ملګرو ملتونو په دفترونو کې پر ښځو د کاربندیز په اړه له دغې غونډې څه نه دي لیکلي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خولې ویل شوي "تمه لري اوسنۍ ستونزۍ په تدریجي ډول حل شي."
نړیوالې ټولنې بیا بیا ټینګار کړی چې افغانستان کې یې مرستې له لویه سره د طالبانو د حکومت له خوا بشري حقونو ته له درناوي او د ښځو او نجونو له زدکړو سره تړلې دي- داسې څه چې د طالبانو حکومت ورته ډېر ژمن نه ښکاري.
اوس وېره دا ده چې د طالبانو د وروستیو ځپونکو تګلارو له امله، ښايي له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو کچه نوره کمه شي چې د میلیونونو انسانانو ژوند به لا له کړاونو ډک کړي.





