تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خورا ستره اسماني ډبره د سپوږمۍ او ځمکې تر منځ تېرېږي
یوه دومره لویه اسماني ډبره چې کولای شي، یو بشپړ ښار وران کړي، د روانۍ اونۍ په پای کې د ځمکې او سپوږمۍ د مدارونو تر منځ تېږېږي، خو له نیکه مرغه دواړو ته زیان نه رسوي.
دا ډبره چې د ۲۰۲۳ ډي زیډ ۲ نوم ورکړل شوی، تېره میاشت وپېژندل شوه.
دا اسماني ډبره به د شنبې پر ورځ له سپوږمۍ ۵۱۵۰۰۰ کیلومتره لېرې تېره شه او څو ساعته وروسته به د ځمکې مدار ته نژدې الوت وکړي.
د ځمکې یا سپوږمۍ مدار ته نژدې د دومره لویې اسماني ډبرې تېرېدو پېښه چې ویل کېږي ۴۰ او ۹۰ متره اوږدوالی او بر لري، کمساري بلل کېږي.
د امریکا فضايي څېړنو ادارې ناسا مسوولین وايي، دا د ستور پېژندونکو لپاره یو ښه فرصت دی، چې د اسماني ډبرو برخه کې خپل معلومات زیات کړي.
د اروپا فضايي اژانس ستوریز دفاع څانګې مشر ریچارډ مویسل په دې هکله وايي: ''داسې کوم ګواښ نه شته، چې دا (ښاروژونکې) ډبره به له ځمکې سره ټکر شي، خو دومره نژدې راتګ یې د مشاهدې لپاره غوره فرصت دی. ''
دا چې ډبره یوازې ۶۸ زره کیلومتره لېرې تیرېږي، ماهرین وايي، د کوچنیو ټیلیسکوفونو له لارې یې هم لیدل امکان لري.
د مجازي ټیلیسکوف پروژې لخوا به پر وېبپاڼه د ځمکې مدار ته د دې ډبرې نژدې کېدو بهیر په ژوندۍ بڼه خپور شي.
داسې اټکل کېږي چې دا ډبره به په ۲۰۲۶ کال کې د ځمکې مدار پر لور ستنه شي، خو ماهرین وايي، هغه وخت هم له ځمکې سره د دې د ټکر خطر نه شته.