د روسیې په مشرۍ امنیتي سازمان ته د متقي غبرګون: "هېوادونه دې بې بنسټه تورونه نه لګوي"

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
د طالبانو بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي له نړۍ په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو غوښتي، په افغانستان کې دې د "داعش شتون په اړه له تورونو ډډه وکړي."
هغه چې نن چهاشنبه یې له افغانستانه د شوروي ځواکونو وتلو ۳۴ کلیزې په مناسبت غونډې ته وینا کوله، د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون سازمان وروستۍ اندیښنو ته په غبرګون کې وویل، "له افغانستانه هېچاته هېڅ ډول ګواښ او خطر نشته."
د ښا غلي متقي په وینا "که افغانستان کې یو داعشي هم سر پورته کوي هغه به په سر وهل کېږي لکه چې مو لېدلي."
نوموړي د افغانستان شمالي ګاونډیو وروستۍ غونډې او اندیښنې ته په اشارې وویل "هر څوک کولای شي افغانستان ته راشي هر څه له نږدې وګوري، مونږ ورسره مفاهمه او مذاکره کوو خو تور دې څوک نه لګوي"
له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۴ کلیزې په مناسبت دا غونډه د افغانستان په ملي راډيو تلویزون کې جوړه شوې وه چې تر ډېره پکې لوړپوړو طالب چارواکو ګډون درلود.
د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون په نامه سیمه ییز سازمان خبرداری ورکړی و، چې "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې د افغانستان په شمال کې د تاجکستان پولې ته څېرمه خپل ۴ زره وسلهوال ځای پر ځای کړي دي.

د عکس سرچینه، AFP
یاد سازمان اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې مېشتې ګڼې سخت دریځې اسلامپالې ډلې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لوی ګواښ دی.
د ګډ امنیتي تړون سازمان چې روسیه یې مشري کوي او تاجکستان، قزاقستان، قرغیزستان، بلاروس او ارمنستان یې غړي دي، له تاجکستان سره د افغانستان پولې ته نژدې یې د (اسلامي دولت) نومې "داعش" ډلې د وسله والو ځای پرځای کېدو په اړه تازه خبرداری ورکړی.
د روسیې د دولتي اژانس تاس د رپوټ له مخې، د دې سازمان مشر اناتولي سیدوروف ویلي، د "داعش" د خراسان څانګې غړو شمېر په افغانستان کې لوړ شوی او په خبره یې شمېر یې ۶۵۰۰ تنو ته رسېدلی- هغه څه چې طالبان یې نه مني.
هغه زیاته کړې چې د دوی له ډلې څلور زره کسان یې د افغانستان په بدخشان، تخار او کندوز ولایتونو کې له تاجکستان سره پولې ته نژدې ځای پرځای شوي دي.
د ګډ امنیتي تړون سازمان غړو هېوادونو ټینګار کړی چې له افغانستانه د تاجکستان خاورې ته پېښېدونکي ګواښ ته اجازه نه ورکوي.
ددغه سازمان مشر ویلي، دوی پوهېږي چې د تاجکستان سوېلي څنډو کې حالت پېچلی دی او ټینګار یې کړی چې که له دغه اړخه تاجکستان یا کوم بل غړي هېواد ته ګواښ پېښیږي، دوی چمتو دي چې په ۱۲ ساعتونو کې یې ځواب او مخنیوی یې وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو له دې ټينګار سره سره چې وایې په دغه هېواد کې هېڅ داعش وسله وال ته ځای نشته د "داعش" خراسان خاښ څو وارې په افغانستان کې د لویو چاودنو او بریدونو مسؤلیت منلی دی. په یوه پېښه کې دغې ډلې د افغانستان له پولې پر ازبکستان څو راکټونه توغولي وو.
څو میاشتې وړاندې په کابل کې د روسیې پر سفارت د ځانمرګي برید او وروسته دغه ښار کې پر یوه هوټل چې چینايي وګړي پکې مېشت وو وسله وال برید وشو.
د دواړو پېښو مسؤلیت "داعش" ډلې منلی و.
تر دغو پېښو وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت اعلان کړی و چې د دوی ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې د "داعش" څو غړي چې د یادو پېښو طرحه کوونکي هم پکې شامل وو نیولي.
رپوټونه وايي چې وړمه شپه هم د طالبانو ځواکونو د پلازمېنې په نور محمد شاه بابا یا کارته نو سیمه کې د "داعش" یو پټنځای په نښه کړی.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په دغو عملیاتو کې د دوی ځواکونو د "داعش" هغه غړي په نښه کړي چې د کابل په ورستیو بریدونو کې ښکېل وو. د هغه په وینا په دغو عملیاتو کې د یو شمېر ښځو په ګډون ځینې بهرني وګړي هم نیولي شوي.










