د آسیا تر ټولو بډایه کس په یوه ورځ ۲۵ میلیارد ډالره بایللي

ګوتام

د عکس سرچینه، Getty Images

د نړۍ دغه مالداره کس ګوتام آداني نومیږي چې تېره اوونۍ یې خورا لوړې ژورې تجربه کړې. نوموړي په دې اوونۍ کې له خپلې پانګې ۲۵ میلیارد ډالره له لاسه ورکړې دي.

ګوتام آداني ۶۰ کلن دی او په تېرو دریو کالو کې یې د ونډو په بازارو کې برخه لس چنده ډېره ثبت شوې، دې لویې ونډې نوموړی د آسیا په کچه تر ټولو بډایه او د نړۍ دریم پیسه داره شخص کړ.

ګوتام آداني اصلا د هند د لویدیځ ګجرات اوسیدونکی دی.

تېره اوونۍ د هېندنبورګ په نوم د یوه امریکایې شرکت پارونکي څيړنې د دې سبب شوې چې د ښاغلي ګوتام د شرکتونو د ونډو ارزښت مخ ښکته روان شي.

له دې چټک بدلون وروسته آداني د دغې امریکایې ډلې پر وړاندې د قانوني اقداماتو ګواښ کړی.

د دغه بډایه کس د ژوند کیسه

ګوتام آداني له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته د خپل پلار نساجي کار ته نور دوام ورنکړ او مخکې له دې چې د خپل یوه ورور د پلاستیکو د کارخانې مسولیت ومني، یوه موده یې د الماسو په کار او سوداګرۍ کې فعالیت وکړ.

په ۱۹۸۸م کال کې هغه د آداني صادراتو په نوم د یوه شرکت بنسټ کېښود چې ورو ورو د آداني شرکتونو په یوه مجموعه بدل شو.

په دې مجموعه کې ټول شرکتونه د ده تر مدیریت او مالکیت لاندې فعالیت کوي.

د نوموړي کار او سوداګري اوس د هند په دریو سترو سوداګریزو ډلو کې حسابیږي چې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي، د بېلګې په ډول د هغه ځينې شرکتونه د بندرونو او هوایې ډګرونو د سمبالونې برخه کې کار کوي.

په همدې ډول دی د خصوصي انرژۍ د تولید تر ټولو ستر شرکت لري او د سېمنټو د تولید دویم لوی شرکت هم د نوموړي مالیکت حسابیږي.

د آداني ډلې په وېبپاڼه کې راغلي چې د دوی ډېر شرکتونه او صنعتي فابریکې د هند د دولت لخوا د سختې څارنې لاندې دي.

له مودي سره

د عکس سرچینه، Getty Images

سیاسي ملاتړ

د هند اوسني لومړي وزیر نریندرا مودي په ۲۰۱۳م کال د ګوتام آداني د زوی په واده کې چې په ګوا کې و، ګډون وکړ. هغه مهال نریندرا مودي د هند د خلکو ګوند مشر او د هند د ګجرات ایالت مشر وزیر و.

کتونکي وایې له هغه وخته وروسته چې نریندرا مودي په ۲۰۱۴ کال کې واک ته ورسید آداني ډلې د هوایې ډګرونو او بندرونو اړوند څو مهم او بنسټیز قراردادونه له دولت څخه واخیستل، د دولت مخالفو ډلو په حکومت او آداني نیوکې کړي چې دا کار د ملګرتیا پر بنسټ کیږي او شفافیت پکې په پام کې نه دی نیول شوی.

ښاغلي آداني دا تورونه رد کړي او وایې" ټول قراردادونه یې د قوانینو په رڼا کې واضح او سم دي"

خو له دې ټولو سره په هند کې د ښاغلي آداني پانګه او بډاینه د ډېرو په خولو ده او بحثونه یې پارولي.

او دا ځکه، کله چې د هند اوسنۍ لومړی وزیر نریندرا مودي واک اخیسته د آداني ګروپ پانګه اوه میلیارده ډالرو ته رسیده، خو تېر کال یې پانګه ۱۵۰میلیارده ډالره ثبت شوې.

دا لوړې شمېرې د هند د عادي وضعیت سره ښکاره سر نه لګوي"د نړیوال بانک پر بنسټ د هند ډېر نفوس د بې وزلۍ کرښې لاندې ژوند کوي او له نیمایې ډېر ۶۰ سلنه وګړي یې د ورځې څه باندې ۳ ډالره عاید لري."

ټکان ورکونکی راپور

د تېرې چهارشنبې په ورځ د امریکا په نیویارک کې مېشت د هېندنبورګ په نوم د پانګونې او څيړنې مرکز د ښاغلي آداني د شرکتونو مجموعه "د غټو شرکتونو په تاریخ کې تر ټولو لویه درغلي کونکي" په نوم تورنه کړه .

په دې راپور کې د آداني شرکتونو د مالیو ورکړو په اړه هم نیوکې شوې او پکې ویل شوې"د آداني شرکتونو مجموعه د سود ګټې لوړ نرخ لري چې په ټوله کې کولای شي دا سوداګریزه ډله له ناپایښته مالي ثبات سره مخ کړي."

خپله آداني ډلې دا او ورته نورو تورو ته سخت غبرګون ښودلی او هغه یې بې بنسټه بللې دي.

ښاغلي اداني ګواښ کړی چې د هېندنبورګ د "درواغو رپورټ" په اړه به له ټولو قانوني لارو کار واخلي.

هېندنبورګ شرکت یې هم په ځواب کې ویلي"دوی به له خپلو موندو په محکمه کې دفاع وکړي."

له دغه رپورټ وروسته د آداني ګروپ ارزښت ۴۰میلیارده ډالره کم شو.

دې چټکې لویدو ته په کتو دا رپورټ له آداني ګروپ ور هاخوا په ټول هند او ان بېرون هم خپل بد اغېز لرلی شي.