ایلون مسک د نړۍ د تر ټولو ستر مالي تاوان ریکارډ مات کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټوېټر اجرایوې مشر او د ټېسلا او سپېس اېکس شرکت بنسټ ایښودونکي ایلن مسک د نړۍ په تاریخ کې د شخصي شتمنیو د تر ټولو ستر مالي تاوان ریکارډ مات کړ.
ښاغلي مسک د ۲۰۲۱ کال له نومبره د ۲۰۲۲ کال تر ډسمبره پورې شاوخوا ۱۶۵ میلیارده ډالره تاوان کړی.
د هغه دغه مالي تاوان د نړۍ د ریکارډونو په کتاب"ګینس" کې ثبت شو.
د نوموړي د مالي تاوان دغه شمېر د فوربس مجلې د خپرو شویو مالوماتو پر بنسټ دي خو ګېنس وايي، ښايي د مسک د مالي تاوان کچه تر دې هم لوړه وي.
د مسک په شتمنۍ کې د ۱۶۵ میلیارده ډالرو دا کمښت د ټوېټر له پېرلو وروسته د ټېسلا د موټرو د شرکت د ونډو د ارزښت د راټیټېدو له امله رامنځته شوی دی.
په ۴۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د ټوېټر خواله رسنۍ له پېرلو وروسته د ډېرو پانګوالو تر منځ دا باور رامنځته شوی چې د ښاغلي مسک فکر نور پر ټېسلا ورټول نه دی.
په دغه موده کې بیا د برېښنايي موټرو نورو شرکتونو تر ټولو غوره بڼې بازار ته وړاندې کړی چې په تېر کې د ټېسلا سیال شرکتونه بلل کېدل.
دا ریکارډ له دې وړاندې د یوه جاپاني پانګوال ماسایوشي سان په نامه ثبت وو چې په ۲۰۰۰ کال کې یې له ۵۸ میلیارد ډالرو ډېر تاوان کړی و.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې د بلومبرګ او فوربس له خوا خپرو شویو رپوټونو کې راغلي و چې ، د دغې سترې شتمنۍ په له بایللو سره ایلن مسک د نړۍ د تر ټولو بډایه کس له لومړۍ درجې هم راښکته شو او خپل ځای یې لویي ویتون ته ورکړ چې د فیشن او جامو د یوې ډلې څښتن دی.










