زېلنسکي: روسیه د اروپا پر ضد 'د غازو جګړه' پیلوي

د عکس سرچینه، Reuters
اوکرایین پر مسکو تور لګولی چې پر اورپا یې د "غازو جګړه" پیل کړې او خلکو کې د ترهې خپرولو سره د غازو رسول بند کړي دي.
د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د سې شنبې په ورځ له غازو د ګټې اخیستو پر ۱۵ سلنه کموالي هوکړه وکړه او پر روسي غازو یې خپله تکیه راکمه کړه.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وویل، د ګازپروم اعلان د اروپا پرضد د "غازو وهل" دي.
مسکو: اروپا ته د ګازو اکمالات نور هم کموو
د روسیې د ګازو تر ټولو ستر شرکت ګازپروم وايي له دغه هېواده د اصلي نللیکې (نورډ سټریم ۱) له لارې اروپا ته عرضه کېدونکی ګاز به پام وړ راکم کړي.
ګازپروم ویلي دا ګام دې نللیکه کې د ترمیماتي کارونو له کبله اخلي.
دا شرکت وايي د ګازو د لېږد کموالی به چارشنبې د سهار له ۴ بجو پيل شي.
د دغه روسي شرکت په وینا د نورډ سټریم ۱ د یوه بل توربین پرچاوول به اروپا ته اوسمهال د صادرېدونکي ګاز کچه ۲۰ سلنې ته راټیټه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د جرمني حکومت بیا وايي د ګازو لېږد کمولو لپاره هېڅ تخنیکي لامل نشته.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا ګام به اروپايي هېوادونه ته تر ژمي وړاندې د خپلو ګازو زېرمو د ډکولو چاره لاستونزمنه کړې.
نورډ سټریم ۱ نللیکه چې له روسیې جرمني ته غځېدلې په وروستیو اوونیو کې تر خپل اصلي ظرفیت ډېر کمه اندازه ګاز لېږدوي او د روانې میاشتې لومړیو کې خو ان د لسو ورځو لپاره چورلټه پرچاو شوې هم وه.
تېر کال د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ۴۰ سلنه اړتیا وړ ګاز روسیې برابرول او دا ټولنه اوس مسکو تورنوي چې له ګازو د وسیلې په توګه ګټه اخلي.
تر هغې وروسته چې روسیې د ګازو اکمالاتو د چورلټ بندولو د امکان ګواښ وکړ، اروپايي کمېسیون له هېوادونو وغوښتل چې راتلونکو اوو میاشتو کې د ګازو کارېدل ۱۵ سلنه کم کړي.
په دې اړه شوي وړاندیز کې راغلي چې د بېړني حالت پر مهال دا داوطلبانه هدف او فیصدي جبري کېدای هم شي.

د عکس سرچینه، Reuters
د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا وون دېر لیان ویلي چې د روسیې لخوا اروپا ته د ګازو صادراتو چورلټ بندېدل یوه "ممکنه سنارویو" ده.
ټاکلې د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو د انرژۍ وزیران د سې شنبې پر ورځ بروکسل کې سره راټول چې پر یوه پلان هوکړې ته ورسېږي.
په ورته وخت کې د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د ګاز پروم تر اعلان وروسته ویلي دا د "روسیې لخوا د متحدې اروپا خلاف د ګازو جګړې څرکند اعلان دی."
مسکو تر دې وړاندې له دې کبله پر بلغاریا، ډنمارک، فنلنډ، هالنډ او پولنډ له یوې مخې ګاز بند کړي چې دغو هېوادونو یې د ډالرو او یورو پر ځای د روسیې پر خپلو پیسو (روبل) د بېل له ورکړې انکار وکړ.









