اروپايي ټولنه: روسیه خپل ګاز د فشار وسیلې په توګه کاروي

ګاز

د عکس سرچینه، Reuters

د اورپاپي کمیسیون مشر اورسولا وون ډېر لېن وايي، روسیې د ګازو بندولو پرېکړه ځکه کړې چې، غواړي پر اروپاپې هېوادونو فشار راولي. هغه زیاته کړې "دا پرېکړه د توجیه او منلو وړ نه ده" او د ګازو د عرضه کوونکي په توګه د روسیې بې باوري ښيي.

ښاغلی اورسولا وايي: "اروپايي ټولنه په دې برخه کې بېړني پلانونه لري او اروپايي کمیسیون دوی سره له نژدې په اړیکه کې دی چې، پېرلو او ذخیره کولو ته یې بدیله لار ومومي، اروپایان دې زمونږ پر بشپړ ملاتړ حساب وکړي"

بل لور ته ټینګار پر دې دی، چې اروپايي ټولنه دې د ګازو نورې سرچینې وموي او له ژمي وړاندې دې ګاز ذخیره کړي.

د روسیې لوړ پوړي قانون جوړوونکي د روسیې پرېکړه سمه یادوي او وايي، ګاز پروم شرکت حق لري چې پولنډ او بلغاریا ته خپل اکمالات په پشپړ ډول بند کړي.

د روسیې د ولسي جرګې مشر ویاچسلاو ولودین ویلي، هغو هېوادونو سره دې هم ورته چلند وشي چې د روسيې پر وړاندې ښه نیت نه لري.

د "وار انرژي" په نامه د ناروې د ګازو شرکت د روسیې د دغه اقدام په غبرګون کې ویلي، سملاسي نه شي کولی د ګازو تولید زیات کړي.

یاد شرکت وايي، تر خپله وسه ګاز تولیدوي خو په لنډه موده کې د زیات ګاز د تولید ظرفیت نه لري.

دا شرکت د امکان تر حده د اروپا لویې وچې ته ګاز لېږدوي.

ناروې د اروپاپي ټولنې ته د ګازو د صادرولو یو مهم هېواد دی چې له روسیې پرته نورو هېوادونو ته ګاز لېږدوي.

گاز

د عکس سرچینه، Getty Images

پولنډ ویلي د روسیې لخوا پرې د ګازو د دریدو له کبله رامخ شوی وضعیت مدیریت کولی شي.‌ دا هېواد وايي‌ د ګازو نورو سرچینو ته به لاسرسی ومومي.

د روسیې ګاز لا هم د اروپایې ټولنې نورو هېوادونو ته روان دي، په داسې حال کې چې پولنډ او بلغاریا د اروپايي ټولنې لومړني هېوادونه وو، چې روسيې پرې د ګازو اکمالات بند کړل.

د روسیې بلګورود ښار کې د چاودنو غږونه

له اوکرایین سره د پولې د شمال شاوخوا ۴۰ کیلومترۍ کې د روسیې له پروت بلګورود ښاره د چاودنو غږونو د اورېدل کېدو راپورته ورکړ شوي‌ دي.‌

ځايي‌ والي وېاچېسلاو ګلادکو پر خپل انسټګرام لیکلي‌ چې نن سهار شاوخوا درې نیمې بجې د چاودنې په غږ راپورته شو.‌

نوموړي‌ زیاته کړې چې د چاودنو درې نور غږونه یې هم اورېدلي دي.‌

ښاغلي ګلادکو وروسته ولیکل لومړني رپوټونه ښيي چې د وسلو یوه ډیپو کې اور لګېدلی خو "ملکي خلکو ته د مرګژوبلې هېڅ" راپور نه دی ورکړ شوی.‌

تر اوسه د دغو چاودنو په اړه نور جزیات نشته.‌

اوکرایین سره د لوېدیځ پوځي‌ مرستې او د روسیې شکایتونه

A German Gepard anti-aircraft tank fires during a military exercise in the northern German town of Bergen some 80 km south of Hamburg, Germany, November 2003

د عکس سرچینه، Reuters

د جرمني حکومت خپله پالیسۍ کې په ستر بدلون سره اوکرایین ته د ۵۰ الوتکو ضد ټانکونو د ورکولو پرېکړه کړې ده.‌

دا پرېکړه داسې مهال شوې چې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن د ناټو له غړو او خپلو ځینو نورو نړیوالو متحدانو سره جرمني کې یوه پوځي اډه کې ولیدل.‌

دې غونډه کې چې اوکرایین سره د پیوستون ښودلو لپاره جوړه شوې وه د ناټو د غړو په ګډون د افریقا، منځني ختیځ او اسیا تر ۴۰ ډېرو هېوادونو برخه اخیستې وه.‌

له دې سره هممهاله د بریتانیا دفاع وزارت هم ویلي چې راتلونکو څو اوونیو کې اوکرایین ته د بېړیو ضد بریمسټون توغندي ورکوي.‌

د بریتانیا دفاع وزیر جېمز هیپي د دغه هېواد د پارلمان غړو ته ویلي‌ چې دا ګام د کیېف د غوښتنې له مخې پورته کېږي.

بریمسټون توغندي‌ د چټکو ځمکنیو او سمندري اهدافو پر ضد جوړ شوي‌ او معمولآ له الوتکو توغول کېږي.

Gepard antiaircraft tank at a demonstration exercise in Germany

د عکس سرچینه، Reuters

بلخوا ټاکلې د بریتانیا بهرنیو چارو وزېره لیز ټروس نن چارشنبه اعلان وکړي چې بریتانیا او نور لوېدیځ هېوادونه باید اوکرایین ته جنګي الوتکې هم ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف لویدیځ اوکرایین په نیابتي جګړې تورن کړی دی.‌

هغه ویلي لوېدیځ د هرې ورځې په تېرېدو سره د اوکرایین جګړه کې لا ډېر ورښکېلېږي.

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين په پلازمېنه مسکو کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونيو ګوتريش سره په خبرو کې ويلي موږ اوس هم د اوکرايين په اړه د ډيپلوماتيک حل هيله لرو.

نوموړي زیاته کړې چې له اوکرايين سره به په انلاين بڼه خبرې اترې روانې وي او هيله يې ښودلې چې دا خبرې به مثبته پايله ورکړي.

ښاغلي پوتين د اوکرايين په ماريوپول ښار کې اوسني وضعيت "بېچلۍ او خواشينونکی" بللی او زیاته کړې یې ده چې په دې محاصره شوي ښار کې روسيې نور پوځي عمليات نه دي ترسره کړي.

ښاغلي پوتين دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې جرمني اعلان کړی اوکرايين ته د الوتکې ضد ټانکونه استوي او د دغه هېواد سرتېرو ته به رزونه ورکوي.