نیویارک ټایمز: د ایران اتومي حوزه کې شوی برید ځانمرګې الوتکې کړی

نیویارک ټایمز د ایران حساس پوځي مرکز پارچین کې د تېرې چهارشنبې چاودنې په اړه تازه معلومات خپاره کړي.

د یادې امریکايۍ ورځپانې پر بنسټ د پارچین په پوځي حوزه کې چاودنه د بې پیلوټه الوتکې په مټ شوې چې له چاودېدونکو توکو ډکه وه.

د پارچین برید یو تن وژلی او بل تن یې ټپي کړی دی.

په یوه اوونۍ کې دا درېیمه پېښه وه چې خپله ایران کې دننه یې ایراني پوځیان قرباني شول.

د پارچین په حساس پوځي مرکز د برید مسووليت تر دې دمه هېچا په غاړه نه دی اخیستی.

يادې ورځپاڼې د ایراني او امریکايي سرچینو په حواله لیکلي، دا برید د ایران په حساسو مرکزونو د اسرائیلو پخوانیو بریدونو ته ورته دی.

یوه امریکایي چارواکي تایید کړې چې په پارچین کې له چاودېدونکو توکو ډکې ځانمرګې الوتکې برید کړی، خو دا یې نه دي ویلي چې تر شا یې څوک وو او نور معلومات یې هم نه دي ورکړي.

د نیویارک ټایمز ریپوټ پر بنسټ د ایران د ډرون الوتکو په مرکز برید کېدای شي د اسرائیلو پروګرام وي تر څو وکولی شي چې د ایران د بې پیلوټو الوتکو د ودې مخه ونیسي.

پارچین د ایران په سویل- ختیځ کې یوه پوځي او اټومي حوزه ده دا ډېره حساسه سیمه ده.

هلته ایران خپل توغنديو، اټومي وسلو او بې پيلوټه الوتکو صنعت ته وده ورکوي.

په اصل کې پارچین د ایران په سویل ختیځ او د پاکدشت ښار شمال ختیځ کې د یوې سیمې نوم دی.

په ټوله کې د تهران ختیځه سیمه د ایران د پوځ او وسلو ځای ګڼل کېږي.

د سپاه پاسداران څو فرقې او مرکز هم د تهران په ختیځ او د پارچین په شمال کې موقعیت لري.

ويل کېږي ياده سيمه کې پټ پوځي تاسيسات هم شته چې د ځای او فعاليت په اړه يې کره معلومات نه شته دي.

د لوېدیځو رسنیو پر بنسټ هلته د توغندیو او نور وسلو پټې زیرمې هم جوړ شوې دي.