تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ايران د بهرنيو چارو وزير: امریکا سره مخامخ خبرې شونې دي
د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امیر عبداللهیان ويلي د اړتيا په صورت کې شونې ده چې له امريکا سره مخامخ خبرې وکړي خو نوموړي دا څرګندوې په داسې حال کې کړې چې وړاندې ايت الله خامنه ای ويلي وو، تر هغه وخت به له امریکا سره مستقيمې خبرې نه کوي چې ترڅو امریکا د دغه هېواد اتومي هوکړې ته نه وي ستنه شوې.
ښاغلي امير عبداللهيان نن (۲۴ جنوري) په تهران کې د ايران او ګاونډيانو په ملي کنفرانس کې وويل چې امریکایی لوری د بېلابېلو چېنلونو له لارې ايران ته پيغامونه استوي چې غواړي له ايران سره مخامخ خبرې اترې وکړي.
د روسيې سفير ميخايل اوليانوف چې د ايران اټومي خبرو اترو په برخه کې ښکېل دی او کله ناکله د ايران او امریکا تر منځ پيغامونه تبادله کوي د ايران د بهرنيو چارو د وزير له څرګندونو لږ وروسته په یوه ټويټ کې د دې خبرې هرکلی کړی خو ويلي يې دي چې دا ډول خبرې به په وروستيو مرحلو کې ګټورې وي.
څه موده وړاندې د جرمني په ويانا کې د ايران اتومې هوکړې د بيا پلي کولو په اړه خبرې وشوې چې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مرستيال وزير ايرنيک مورا او د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير علي بافري د ۴+۱ هېوادونو له استازو سره وکتل.
له هغه وروسته چې ۲۰۱۸ کال کې د امریکا هغه مهال ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران اتومي پروګرام پر سر له هوکړې په شا شو او نوي بندیزونه یې ولګول، ایران هم خپلې کړې ژمنې ماتې کړې.
د امریکا ولسمشر جوبایډن غواړي که ایران په دې موده کې ماتې کړې ژمنې بېرته پوره کړي، متحده ایالات به هوکړې ته ستانه شي.
بل لور لوېدیځوال دیپلوماتانو خبرداری ورکړی، ایران د یورانیمو بډاینې برخه کې ډېر پرمختګ کړی او د خبرو له لارې د موضوع حلولو لپاره وخت په چټکتیا سره له لاسه وځي.