د ملګرو ملتونو عمومي منشي له پوتین سره ویني، روسیې د جګړې پراختیا خبرداری ورکړی

انتونیو ګوتېرش

د عکس سرچینه، AFP

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش نن سې شنبه د روسیې له ولسشمر ولادیمر پوتین سره په داسې حال کې ویني، چې د ډېری دیپلوماتیکو هڅو له ناکامۍ وروسته له دې غونډې د زیاتو لاسته راوړنو تمه نه کېږي.

تمه کېږي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي او روسیې ولسمشر تر منځ خبرې به پر محاصره شوي اوکراييني ښار ماریو پول ورټولې وي، چېرې چې روسي پوځیان د بریا له اعلان سره سره نه دي توانېدلي د فولادو یوې خورا سترې کارخانې ازوستال کنټرول ترلاسه کړي. اوکراییني ځواکونو مخکې ویلي، روسي ځواکونو دوی په دې کارخانه کې کلابند کړي دي.

اوکراییني چارواکو د ملګرو ملتونو له عمومي منشي هم غوښتي چې له دې کارخانې د ملکي خلکو ایستلو لپاره د یوې خوندي لارې په تړاو له روسانو سره خبرې وکړي. په پام کې ده، د ملګرو ملتونو عمومي منشي به پر پنجشنبه د اوکرایین پلازمېنې کیېف ته هم سفر وکړي او د هغه هېواد له ولسمشر ولودومیر زېلینسکي سره به وویني.

بل لور د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوید اسټین په جرمني کې دی او په پام کې ده نن به د اوکرایین په تړاو له یو شمېر هېوادونو سره پر دفاعي برخې خبرې وکړي. د امریکا دفاع وزیر وايي، دی هیله من دی چې په اوکرایین کې د روسیې زیانونه به د دې هېواد مشران بل ځای له داسې کړنو راوګرځوي. نوموړي زیاته کړه، که مناسب ملاتړ یې وشي، اوکرایین اوس هم دا جګړه ګټلای شي. ښاغلي اسټن وویل، امریکا به د اوکرایین او نورو اروپايي هېوادونو لپاره د ۷۱۳ میلیونو ډالرو اضافي پوځي مرسته ځانګړې کړي.

یوه اوکرایينۍ مېرمن چې په کور کې یې توغندی لګېدلی دی
د عکس تشریح، یوه اوکرایينۍ مېرمن چې په کور کې یې توغندی لګېدلی دی

دا خبرې داسې مهال کېږي چې د روسیې دفاع وزیر سرګي لاوروف خبرداری ورکړی چې د دریېمې نړیوالې جګړې (خطر جدي دي) او پر کیېف یې د سولې خبرو ګډوډولو تور پورې کړی دی.

ښاغلي لاوروف وايي، اوکرایین ته د لوېدیځوالو له لوري د وسلو بارونه لېږدول کېدل دا مانا لري چې ((ناټو اصلاً له روسیې سره په جګړه کې ښکېل ده)) او داسې ((پاموړ)) خطر شته چې دا کړکېچ اتومي بڼه خپله کړي

د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر دیمترو کولیبا بیا د ښاغلي لاوروف څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، نوموړی غواړي د اوکرایین له ملاتړه د لاس پر سر کېدو په پار نړیواله ټولنه په دا خبرداري وډاره کړي.