ايمانوېل مکرون مارين لوپن ته په ماتې ورکولو سره يو ځل بيا د فرانسې ‘ولسمشر’ شو

Emmanuel Macron salutes voters as he leaves his house to go vote on April 24, 2022 in Le Touquet-Paris-Plage, France.

د عکس سرچینه، Getty Images

امریکا او اروپايي هېوادو ایمانوېل مکرون ته د فرانسې په ولسمشریزو ټاکنو کې د دویم- ځلي بري مبارکي ورکړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکېن، ویلي چې هېواد یې د نړیوالو ننګونو په تړاو له فرانسې سره همکارۍ ته ژمن دی.

اوکراییني ولسمشر، ولودیمیر زېلينسکي، ښاغلی مکرون د اوکرایین د خلکو یو ریښتینی ملګری بللی او ویلي یې دي، چې د یوې پیاوړې او متحدې اروپا پر لور به سره ګډ مزل کوي.

د اروپايي شورا، چارلس میشل، ویلي چې له فرانسې سره به یې نژدې همکاري روانه وي.

ښاغلي مکرون ویلي، چې دی به د خپلو ټولو هېوادوالو ولسمشر وي او د هغو خلکو شکایتونو ته به هم پام کوي، چې ده ته یې رایې نه دي ورکړې.

د خپل بري په تړاو وینا کې هغه په پاریس کې یوې لویې غونډې ته وویل، دا مني چې ډېرو خلکو په ټاکنو کې له ګډونه ډډه کړې او ډېر نور داسې هم وو، چې ده ته یې تش د دې لپاره رایې ورکړې، چې د سخت-دریځې ښي اړخې نوماندې، مارین لو پېن، د بري مخه ونیسي.

مېرمن لو پېن، خپله ماته منلې، خو ټینګار یې کړی، چې د را روانې جون میاشتې په پارلماني ټاکنو کې به د بري لپاره مبارزه روانه ساتي.

ښاغلی مکرون په تېر شلو کلونو کې لومړنی ولسمشر دی چې دوه ځله پرلپسې واکمني کوي.

ښاغلي مکرون ۵۸ اعشاریه ۵۵ او سیالې یې مېرمن لوپن ۴۱ اعشاریه ۴۵ سلنه رایې تر لاسه کړې دي.

د فرانسې ټاکنې

د عکس سرچینه، Reuters

د ټاکنو پایلو په تړاو د یوې نظر پوښتنې له اعلان سره سم د پاریس د ایفل ټاور شاوخوا کې راټولو شویو کسانو د خوښۍ نارې وهلې، خو مارین لوپېن په خپلو خبرو کې وويل، "فرانسه هېره شوې، خو موږ به فرانسه هېره نه کړو". نوموړې له هغو کسانو مننه وکړه چې دې ته یې رایې ورکړې دي.

د ۲۰۱۷ کال د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو پرتله د رايې ورکونې کچه نژدې دوه سلنه کمه وه، خو د سږنيو ټاکنو د لومړي پړاو پرتله لوړه وه.

د ښاغلي مکرون مخالفان هغه کبرجن شخص او شتمن ولسمشر بولي او د ټاکنو سیالې پرې مسکو سره د نږدې اړیکو د پاللو تور پورې کړی دی.‌

هغه پنځه کاله وړاندې له دې ژمنې سره د فرانسې ولسمشر شو چې مثبت بدلونونه به راولي خو اوس ډېر وايي چې خپله دا ژمنه یې نه ده پر ځای کړې.

د مکرون ولسمشرۍ موده د کورونا وېروس له وبا او فرانسه کې د تېلو بیو د لوړېدو خلاف له پراخو لاریونونو سره مخ وه.

Final result graphic
د عکس تشریح، ښاغلي مکرون اته پنځوس اعشاریه ۵۵ او مېرمن لوپن ۴۱ اعشاریه ۴۵ سلنه رایې ترلاسه کړې.

د هغه د حکومت پر اقتصادي او ټولنیزو طرحو نیوکې کېږي او همدا راز تازه اوکرایین کې د جګړې او بیو لوړېدو له ستونزو سره هم لاس ګریوان دی.‌

‌‌دویم پړاو ټاکنو ته ټاکنیزې منډي ترړې او کمپاینونه هم ډېر اوږده نه وو.‌

د فرانسې د یکشنبې ورځې ټاکنو کې د رایې مرکزونه په ځايي وخت د سهار له اتو بجو پرانیستل شوي وو او رایې اچونې پکې د ماښام تر اتو دوام وکړ.‌