فرانسې ټاکنې د مکرون او لیپېن تر منځ به دویم پړاو کې سیالي کېږي

Emmanuel Macron and Marine Le Pen

د عکس سرچینه، EPA

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د مخکښ کاندید په توګه د خپل هېواد ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو ته لار وموندله.

د ټاکنو په دویم پړاو کې به احتمالاً ښي اړخه سیاستواله مارین ليپن له ښاغلي مکرون سره سیالي کوي، چې د روانې اپریل میاشتې پر ۲۴ به کېږي.

تر اوسه د لومړي پړاو نژدې ۹۷ سلنه کارول شوې رایې شمېرل شوې دي، چې له مخې یې ولسمشر مکرون ۲۷/۳۵ او مېرمن لیپن ۲۳/۹۷ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

په دې ټاکنو کې دریېم ځای ژان لوک ملانشون نیولی، چې د ترلاسه کړیو شمېرو له مخې له مېرمن لیپن یو څه وروسته دی او ۳۲/۷ سلنه رایې یې ترلاسه کړې دي.

د فرانسې ولسمشریزو ټاکنو کې ۱۲ ګډونوالو کاندیدانو له ډلې ایله درې کاندیدان توانېدلي له ۱۰ سلنې زیاتې رایې وګټي.

د یادونې ده، چې ښاغلي مکرون دویم ځل د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړا کې له مېرمن لیپن سره د دویم پړاو سیالو کې مخامخېږي.

د یکشنبې پر شپه د ټاکنو پایلو له برالا کېدو وروسته ښاغلي مکرون خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل: ''تېروتنه و نه کړئ، هېڅ لا نه دي روښانه شوي. ''

Candidate to the 2022 presidential election for the far-right Rassemblement National (RN) party Marine Le Pen

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د فرانسې ۲۰۲۲ کال ولسمشریزو ټاکنو کاندیده مارین لیپین

نوموړي په دویم پړاو ټاکنو کې د لا زیاتو هڅو ژمنه وکړه او له خپلو هېوادوالو یې وغوښتل چې له ښي اړخو سره مبارزه وکړي.

بل لور نظر پوښتنې ښيي، چې د ټاکنو په دویم پړاو کې به د ښاغلي مکرون او مېرمن لیپن تر منځ سخته سیالي وشي.

مېرمن لیپن بیا له هغو ټولو کسانو چې ښاغلي مکرون ته یې رایې نه دي ورکړې، وغوښتل دې ته دې رایې ورکړي، چې ''فرانسه کې بیا نظم ټینګ شي. ''

نوموړي وویل: ''یا به تفرقه او لاقانونیت بریالي شي او یا به د فرانسې خلکو اتحاد بریالی شي، چې پر ټولنیز عدالت راڅرخي ''

کیڼ اړخه سیاستوال ژان لوک ملانشون چې د رایو له حسابه یو څه تر مېرمن لیپن وروسته پاتې دی، له فرانسویانو غواړي، چې مېرمن لوپن ته رایې ور نه کړي.

خو نوموړي د ښاغلي مکرون لپاره هم د رایې ورکولو غوښتنه نه ده کړې.

ګومان کېږي مېرمن لیپن به د دوو ښي اړخو افراطي کاندیدانو نیکولاس دوپان اینان او اریک زمور د پلویانو رایو ترلاسه کولو تمه لري، خو ډېرو کیڼ اړخو کاندیدانو بیا په دویم پړاو ټاکنو کې د ښاغلي مکرون ملاتړ اعلان کړی.