فرانسه: د مکرون ټاکنیز کمپاین هک شوی

د عکس سرچینه، Reuters
د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو د مخکښ نوماند "ایمانویل مکرون" د ټاکنیز کمپاین مرکز وايي، د یوه ستر انټرنېټي برید ښکار شوي دي.
یاد مرکز یو لړ داسې سندونه خپاره کړي چې په ډاګه کوي، هکرانو کره اسناد له ناکرو سره ګډ کړي چې د لارورکۍ سبب ګرځي.
دوی زیاته کړې، هکران غواړي د یکشنبې (مۍ ۷مه) د فرانسې د ولسمشرۍ د دویم پړاو په ټاکنو کې ښاغلی مکرون ضعیفه کړي.
منځپلوی "مکرون" به د فرانسې د ملي ګوند له ښۍ اړخې سختدریځې "مارین لوپن" سره د فرانسې پر ولسمشرۍ سیالي وکړي.
هک شوي سندونه د جمعې په ورځ پر داسې مهال چې د ټاکنیز کمپاین موده پای ته ورسېده، د (فایلونو په شریکوونکې) ویبپاڼه کې خپاره شول.
تر اوسه لا هک کوونکی لوری نه دی برملا شوی، خو د ښاغلي مکرون ټاکنیز غورځنګ "ان ماشه" ویلي، دا هر څه د سترو او همغږو عملیاتو پایله کې شوي دي.
د کمپاین مرکز بیا ویلي، هک شوي اسناد یې د مشروع فعالیتونو دي.
د "ټرینډ مایکرو" شرکت کارپوهانو تېره میاشت ویلي و، روسي هکرانو د ښاغلي مکرون د ټاکنیز کمپاین مرکز هک کړی دی، خو روسیې پکې لاس لرل رد کړل.
د یکشنبې په ورځ داسې انټرنټي شایعات خپاره شول چې "مکرون" په کارایب کې پټ بانکي حساب لري، خو ښاغلي مکرون دغه ادعا د (جعلي خبرونو) د لړۍ برخه وبلله او ویې ویل، هغه رسنۍ چې ورته خبرونه خپروي، ګټې یې له روسیې سره شریکې دي.











