اسراییل؛ پنځه کسان په یوه وروستي خونړي برید کې وژل شوي

اسراییل

د عکس سرچینه، Reuters

د اسراییل تل ابیب ښار په څنډو کې یوه فلسطیني وسله والو پنځه کسان په ډزو وژلي دي. دا په روانه یوه اونۍ دریېم ورته برید دی.

وروستۍ پېښه د بني براک په سیمه کې شوې، چې د مذهبپالو یهوادنو یو ګڼ مېشته سیمه ده.

د پېښې ځای کې یوه روغتیا پال ویلي، برید ګر د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی.

د یادونې ده، چې د تېرې پنجشنبې او یکشنبې پر ورځ د اسراییلي عربانو په بریدونو کې د شپږ کسانو له وژل کېدو وروسته اسراییل پولیسو ته د تیارسئ امر شوی و.

د بني براک سیمې پېښې انځورونو کې یو سړی لیدل کېږي، چې تور کالي یې اغوستي، وسله یې په لاس کې ده او د یوه روان ګاډي پر چلوونکي ډزې کوي.

پولیس وايي، هغه افسر هم په وژل شویو کسانو کې شامل دی، چې پر بریدګر یې ډزې کړې وې.

بریدګر د اشغال شوې لویدیځې غاړې جینن سیمې یوه کلي ۲۶ کلن اوسېدونکي په توګه پېژندل شوی، چې مخکې اسراییل کې زنداني و.

د اسراییل لومړي وزیر نفتالي بېنت د کابینې بېړنۍ غونډه بللې.

لومړي وزیر بېنت په دې هکله وویل: ''اسراییل د عرب ترهګرۍ له یوې خونړۍ څپې سره مخامخ دی، موږ به په سختۍ، جدیت او اوسپنیزو مټو سره له ترهګرۍ سره مبارزه وکړو. ''

مخکیني لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو چې اوس اپوزېسیون مشر دی، بیا ویلي، ''اسراییل د ترهګرۍ یوې داسې خطرناکې څپې منځ کې دی، چې موږ یې تېرو څو کلونو کې ساری نه دی لیدلی... د اسراییل خلکو د امنیت او خوندیتوب لپاره باید په ژمنتیا سره اقدامات وشي. ''

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دغه برید غندلی دی. نوموړی وايي، ''دا تاوتریخوالی د منلو نه دی، د نړۍ نورو ټولو خلکو په څېر اسراییل خلک هم باید له وېرې پرته سوله کې ژوند وکړي. ''

د فلسطین ولسمشر محمود عباس دا اسراییلیانو وژل کېدو پېښه غندلې او خبرداری یې ورکړی، چې داسې حال کې ''موږ د ثبات تږي یو '' ښايی دا پېښه د تاوتریخوالي ډېرېدو لامل شي.

خو بل لور سخت دریځې حماس ډلې چې د غزې کنټرول په لاس کې لري، دا برید ستایلی او په وینا یې ''موږ د تل ابیب عملیاتو په هکله خپلې نیکې هېلې څرګندوو. ''

د یادونې ده، چې د دوو ورته بریدونو له کبله په اسراییل او لویدیځه غاړه کې وار له مخه امنیتي تدبیرونه سخت شوي دي.