نولس کلنو کرېکټ نړیوال جام: پاکستان افغانستان ته په ۲۴ منډو ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
د نولس کلنو د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې پنجشنبه ( جنورۍ ۲۰مه) پاکستان لوبډلې افغان لوبډلې ته په ۲۴ منډو ماتې ورکړه.
پاکستان د لوبې پچې له ګټلو وروسته خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه خپلو پنځوس اورونو کې یې په ۹ وېکټو ۲۳۹ منډې وکړې.
په ځواب کې افغان لوبډلې په خپلو پنځوس اورونو کې په ۹ وېکټو ۲۱۵ منډې وکړای شوې او په دې توګه یې په ۲۴ منډو لوبه وبایلله.
افغانستان دې سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له پاپوا نیو ګیني ګټلې وه او راتلونکې لوبه یې د شنبې پر ورځ له زمبابوې سره ده.
د دې سیالیو بل پړاو ته د رسېدو لپاره افغانستان ته اوس پکار ده چې خپله دریمه او وروستۍ لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړي.
پاکستان وار د مخه خپله لومړۍ لوبه له زمبابوې ګټلې وه او له دې دویمې بریا سره یې اوس د دې نړیوال جام سیالیو راتلونکي پړاو ته لار موندلې ده.
پاکستان سره د لوبې بشپړ حال

د عکس سرچینه، ACB
د پچې له ګټلو وروسته د پاکستان د پاڼۍ پیل ښه نه و او یوازې په ۱۱ منډو یې د اوپنر حسیب الله وېکټه وبایلله. خو له هغه وروسته د محمد شهزاد او عبدالفسیح ترمنځ د شپېتو منډو ښه ملګرتیا وشوه.
شهزاد ۴۳ او فسیح ۶۲ منډې جوړې کړې او د دوی ترڅنګ قاسم اکرم هم ښه لوبه وکړه او ۳۸ منډې یې جوړې کړې.
د لوبې وروستیو اورونو کې ماز صداقت هم خپلو ۴۲ منډو سره د پاکستان منډې ۲۳۹ ته ورسولې
د افغانستان لپاره توپ اچونه کې اظهار الحق نوید ښه وځلېد او خپلو لسو اورونو کې یې د ۴۱ منډو په بدل کې ۳ وېکټې واخیستې. همدا راز نور احمد لکڼوال ۲ وېکټې واخیستې.
په ځواب کې د افغانستان د منډو پیل بد نه و او بلال سعیدي او ننګیالي خروټي په احتیاط لوبه پیل کړه او د ۳۸ منډو ملګرتیا یې وکړه.
د افغانستان لپاره بلال ۴۲، الله نور ۲۸، اعجاز احمدزي ۳۸ او په وروستیو اورونو کې نور احمد ۲۹ چټکې منډې جوړې کړې.
خو په ټوله کې د افغانستان د منډو جوړول سرعت ښه نه و او درې لوبغاړي یې رن اوټ هم شول، چې له کبله یې د ۲۴۰ منډو هدف ته ونه رسېدله.
د پاکستان لپاره توپ اچونه کې اویس علي ښه وځلېد او خپلو ۹ اورونو کې یې د ۳۶ منډو په بدل کې ۳ وېکتې واخیستې. همدا راز قاسم اکرم هم دوه افغان لوبغاړي وسوځول.
نړیوال جام ته د افغان لوبډلې چمتووالی

د عکس سرچینه، ACB
یاده دې وي چې د دې نړیوال جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې چمتووالی او وېسټ انډیز ته یې سفر له ګډوډیو سره مخ شوي وو.
خو د افغانستان د نولس کلنو لوبډل مشر سلیمان ساپي د لوبې له پيل وړاندې بي بي سي ته وویل چې لوبډله دې سیالیو ته چمتو ده او په توپ وهنه ، توپ اچونه او ډګر ساتنه کې ښې وړتیاوې لري.
افغان لوبغاړي د ویزو برخه کې د ستونزې له کبله نه وو توانېدلي چې پر ټاکلي وخت وېسټ انډیز ته ورسېږي، چې له کبله یې د ټورنامنټ د ځینو لوبو نېټې بدلې کړل شوې وې.
له همدې امله د افغان لوبډلې لومړنۍ لوبه چې ټاکل شوې وه د جنورۍ مياشتې پر ۱۶ ترسره شي وځنډیده، او له انګلنډ او اماراتو سره د چمتووالي لوبې هم ترې پاتې شوې دي.
ټاکل شوې چې د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې به د منځني پړاو سياليو ته لار ومومي. افغانستان له ۲۰۱۰ کال راهیسې اووه ځله د نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام سیاليو کې ګډون کړی چې په ۲۰۱۸ کال کې یې نيمه پايلوبې ته لار هم موندلې وه.









