نولس کلنو نړيوال جام: افغانستان پاپو نيوا ګيني ته په ۱۳۵ منډو ماته ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام سياليو په ترڅ کې افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ۳۹ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۰ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې يې د پاپوا نيو ګيني ټول لوبغاړي د يوازې ۶۵ منډو په جوړولو سره وسوځېدل.
افغان لوبډلې ونشوی کړی ټول ۵۰ اورونو ولوبوي او ځينې لوبغاړي تر ډېره پر وېکټه پاتې نشول خو افغان لوبډلمشر سليمان ساپي تر ټولو ډېرې ۶۲ منډې جوړې کړې. د ده تر څنګ اعجاز احمد احمدزي ۴۵ او خيبر ولي ۳۰ منډې وکړې.
د پاپوا نيو ګيني لپاره کټڼلکي سينګی څلور، رسن کيوا درې او اورو دوې وېکټې ترلاسه کړې.
بل پلو د افغانستان لپاره اظهار الحق درې، نور احمد، ننګيالي خان او نويد ځدراڼ دوه دوه او بلال سميع يو لوبغاړی وسوځاوه.
د نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام سيالۍ د وېسټ انډيز په کوربتوب کرابين هېوادونو کې روانې دي. په دې سياليو کې ۱۶ لوبډلې برخه لري چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.
افغانستان چې په درېيم ګروپ کې ځای لري په ځنډ د رسېدو او د نړيوال جام د قرنطين محدويتونو پر اساس يې لومړنۍ سيالي چې ټاکل شوې وه د جنورۍ مياشتې پر ۱۶ ترسره شي وځنډه، له انګلنډ او اماراتو سره د چمتووالي لوبې هم ترې پاتې شوې دي.
ټاکل شوې چې د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې به د منځني پړاو سياليو ته لار ومومي. افغانستان له ۲۰۱۰ کال راهیسې اووه ځله د نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام سیاليو کې ګډون کړی چې په ۲۰۱۸ کال کې یې نيمه پايلوبې ته لار هم موندلې وه.








