کرېکټ: افغانستان له هالنډ سره لوبو ته ټيم اعلان کړ؛ کوهلي له ټېسټ لوبډلمشرۍ لاس په سر شو

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ بورډ د هالنډ سره د دريو يو ورځينو نړيوالو لوبو لپاره د حشمت الله شهيدي په مشرۍ لوبډله اعلان کړه.
ټاکل شوې دا لوبې د روانې جنورۍ مياشتې په ۲۱ نېټه د افغانستان په کوربتوب په قطر کې ترسره شي.
په افغان لوبډله کې محمد نبي او نوين الحق نشته، کرېکټ بورډ وايي محمد نبي غواړي پر ځای يې ځوان لوبغاړي ولوبېږي. نوين الحق بيا شل اوريز نړيوال جام ته د چمتو کېدو په موخه له کرېکټ بورډ غوښتي وو چې په يو ورځنيو سياليو کې نه لوبېږي.
په لوبډله کې ځينو ځوانو لوبغاړو لکه فضل حق فاروقي، محمد سلام ساپی، عظمت الله عمرزی، رياض حسن او شاهدالله کمال ته هم ځای ورکړل شوی دی.
د افغانستان او هالنډ تر منځ دا لوبې د کرکټ د نړیوالې شورا د سوپر لیګ برخه ده چې د ۲۰۲۳ نړیوال جام د غوراوي لپاره کېږي. افغانستان په دې ليګ کې ۳۰ نومرې يا پواينټونه لري.
وېراټ کوهلي د هند ټېسټ لوبډلې له کپتانۍ لاس په سر شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند مشهور توپ وهونکی ۳۳ کلن وېراټ کوهلي چې د تېر کال د شل اوريزو او يو ورځنيو لوبډلو له مشرۍ لاس په سر شوی و اوس د ټېسټ لوبډلې له کپتانۍ سره هم مخه ښه وکړه.
نوموړي په ۶۸ لوبو کې د هند لپاره د لوبډلمشر په توګه لوبېدلی چې ۴۰ يې ګټلې او دا په تاريخ کې د ټېسټ کپتان لپاره څلورم غوره ريکارډ دی.
وېراټ کوهلي په ټولنيزو رسنیو خپاره شوي پيغام کې ويلي، "ما په پوره ايماندارۍ سره دنده ترسره کړې او هېڅ شی مې نه دي درېغ کړي. هر څه بايد يوه پړاو کې پای ومومي زما لپاره د هند د ټېسټ کپتان په توګه دا اوس وخت دی".
کوهلي دغه اعلان په کېپ ټاون کې جنوبي افريقا ته له بايلو يوه ورځ وروسته وکړ. هند په اوو وېکټو خپله سيالۍ وبايلله او له دې سره د لوبو لړۍ ۲ـ۱ پای ته ورسېده.
وېراټ کوهلي د هند لپاره په ۹۹ ټېسټ لوبو کې لوبېدلی چې د منډو اوسط يې ۵۰.۳۹ دی او ۲۷ سليزې يې جوړې کړې دي.
په ۲۰۲۱ کې هند کرېکټ ټېسټ نړيوالۍ اتلولۍ پايلوبې ته ورسېد چې د بريتانيا په سوتهمپټن کې يې سیالي نيوزيلنډ ته وبايلله.












