کرېکټ: راشد خان بېګ باش کې شپږ لوبغاړي وسوځول

راشد خان

د عکس سرچینه، Getty Images

افغان توپ اچوونکي راشد خان د استراليا بېګ باش کرېکټ سياليو کې د شپږو لوبغاړو په سوځولو سره په دې ليګ کې يو بل ريکارډ جوړ کړ.

راشد خان چې د اېډليډ سټرايکرز لوبډلې سره لوبېږي د برېزبن هيټ لوبډلې پر وړاندې یې په څلور اورونو کې د يوازې ۱۷ منډو په ورکولو سره شپږ وېکټې واخيستې.

نوموړی په دې سيالۍ کې هټرېک يا پرلپسې درې لوبغاړي وسوځول او ۱۳ منډې يې هم جوړې کړې چې له دې سره غوره لوبغاړی ونومول شو.

په بېګ باش سياليو کې تر دې وړاندې د شري لنکا لسيت ملېنګا د اوو منډو په بدل کې ۶ او د استراليا اېش سودي د ۱۱ منډو په بدل کې ۶ وېکټې ترلاسه کړې وې.

راشد خان چې د هند غوره ليګ او بېګ باش تر څنګ د نړۍ په بېلابېلو ليګونو کې لوبېدلی ګڼ ريکارډونه په خپل نامه کړي دي.

راشد خان همدا ډول لومړنی چټک او تر ټولو ځوان لوبغاړی شو، چې په کمو ۴۴ يو ورځنيو نړېوالو سیالیو کې يې ۱۰۰ وېکټې ترلاسه کړې.

همدا ډول نوموړی په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې دويم توپ اچونکی دی چې د ویکټو چټکه پنځوسیزه يې پوره کړې، ده په ۳۱ لوبو کې ۵۰ لوبغاړي سوځولي دي.

راشد خان د خپل لوبيز ژوند له ۳۰۰ شل اوريزه لوبې وروسته د بېګ باش له اېډلېډ سټرايکرز سره خدای پاماني وکړه. ټاکل شوې نوموړی د هالنډ سره د سياليو لپاره له افغان لوبډلې سره يو ځای شي.

افغانستان د قطر پلازمېنه دوحه کې له هالنډ سره درې يو وځنۍ لوبې لري چې ټاکل شوې د جنورۍ پر ۲۱ نېټه پيل شي.

بل پلو د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډله په نړیوال جام کې د ګډون لپاره ویسټ انډیز ته په لار ده. دا لوبډله د ترانزیت ویزو د نشتوالي له امله تر خپل ټاکلي وخت په ځنډ رسېږي.

ه انګلنډ او اماراتو سره د چمتووالي لوبې هم د همدې ځنډ له کبله پاته شوې. افغانستان به په نړیوال جام کې خپله لومړنۍ لوبه له زمبابوې سره په یکشنبې کوي خو د دغې لوبډلې روزونکی ریس احمدزی بي بي سي پښتو ته ويلي، هیله لري ای سي سي د دوی په ځنډ تګ ته پام وکړي.