تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فېسبوک خپل سوداګریز نوم بدلوي
فېسبوک د خواله رسنۍ په څېر د ظاهري بڼې بدلون په پار خپل نوم میټا ته بدلوي. د شرکت مسوولین وايي، نوی نوم به په غوره توګه د دوی د خدمتونو څرګندونه کوي، ځکه په وینا یې دوی اوس د یوې خواله رسنۍ په توګه د فعالیت تر څنګ دوی اوس د مجازي واقعیت 'ویرچول ریالټي ' برخه کې هم پانګونه کوي.
نوی نوم به د فېسبوک، انسټاګرام او وټساپ په څېر خواله رسنیو لپاره نه بدلېږي، بلکې یوازې د دې ټولو څښتن شرکت لپاره به بدل شي.
دا پرېکړه د فېسبوک په هکله د دې ادارې یوې پخوانۍ کارکوونکې له لوري د رازونو له افشا کېدو وروسته د یاد شرکت په هکله د منفي ګنګوسو اغېز کمولو لپاره شوې.
فرانسس هاګن پر فېسبوک ادارې تور پورې کړی و، چې ''د خوندیتوب پر ځای ګټې ته لومړیتوب ورکوي. ''
د یادونې ده چې له دې مخکې د تکنالوژۍ یوه بل مشهور شرکت ګوګل په ۲۰۱۵ کال کې خپل نوم الفابیټ ته اړولی و، خو دا نوم په ولس کې ډېر شهرت و نه موند.
د فېسبوک موسس او د شرکت مشر مارک زوکیر بیرګ د نوي نوم د اعلان تر څنګ وویل، د 'میټا ورس ' په نامه یو پلان هم لري.
د نوموړي په وینا دا به داسې انلاین نړۍ وي، چې خلک به یوه مجازي چاپېریال کې د 'وې ار ' الاتو له لارې له یوه بل سره فعالیتونه، خبرې اترې او کمپیوټري لوبې په ګډه کولای شي.
نوموړی وايي، اوسنی نوم ''همدا اوس زموږ ټول خدمتونه نه رانغاړي، نو راتلونکي کې به څنګه داسې وکولای شي؟ له همدې کبله موږ خپل نوم بدلوو. ''
ښاغلي زوکیر بیرګ زیاته کړه:
''هیله من یم چې د وخت له تېرېدو سره به خلک موږ ته د یوه (میټاورس) شرکت په نظر وګوري. موږ اوس خپل کاروبار پر دوو برخو وېشو، چې یوه برخه یې زموږ د خواله رسنیو کورنۍ ده او بله یې هم زموږ د راتلونکي لپاره څانګې دي. ''
د شرکتونو نومونه بدلول اسانه چاره نه بلل کېږي. زوکېر بیرګ وايي، میټا نوم یې ځکه ټاکلی چې په یوناني ژبه کې یې مانا 'بله غاړه ' ده او دا د میټاورس انلاین نړۍ لپاره هم مناسب بلل کېږي، چې زوکېر بیرګ غواړي رامنځته یې کړي.
بل لور ته د نوي نوم خپلولو د وخت په هکله داسې نظرونه هم شته، چې فېسبوک غواړي د منفي نظرونو بدلون لپاره نوم بدل کړي او دا به د یاد شرکت لپاره اسانه چاره نه وي.
د ماهرینو په اند د فېسبوک په هکله ځینې منفي نظرونه شته او میټاورس تر اوسه هېڅ شتون نه لري، داسې وضعیت کې چې د فېسبوک ټول عاید له فېسبوکپاڼې او انسټاګرام سوداګریزو اعلانونو له لارې تر لاسه کېږي، ښايي اسانه چاره نه وي.