تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فېسبوک د تاوتریخوالي خپرېدو مخنیوي ۳۰۰۰ نوي کسان ګوماري
فېسبوک پر خپله پاڼه د تاوتریخوالي، کرکجنو څرګندونو، ماشومانو سره د زور زیاتي او ځان یا نورو د ځورونې ویډیويي کلیپونو خپرېدو مخنیوي لپاره ۳۰۰۰ کسان په دنده ګوماري.
د فېسبوک اجرایي مشر مارک زوکیر برګ ویلي، پر فېسبوک د هغو ویډیوګانو لیدل 'زړه ماتونکي ' دي، چې 'خلک ځان یا نور خوږوي او بیا یې په ژوندۍ بڼه پر فېسبوک خپروي. '
نوموړي ویلي، نوي اقدامات به د دغسې ویډیوګانو په اړه رپوټ ورکول اسان کړي.
دغه ګام له هغه وروسته اخیستل شوی، چې یو شمېر کسانو پر فېسبوک د ځان وژنې او یا قتل ویډیويي تصویرونه په ژوندۍ بڼه خپاره کړل.
ښاغلي زوکیر برګ ویلي دغه نوي کسان به د عملیاتي فعالانو له ۴۵۰۰ کسیزې اوسنۍ ډلې سره یو ځای شي، چې ورسره به د رپوټ شویو موادو ژر مخنیوی هم شونی شي.
اپریل کې د یوه سړي وژنې ویډیويي تصویرونه په ژوندۍ بڼه پر فېسبوک خپاره شول. له هغه وروسته همدې اپریل میاشت کې د تهايلنډ یوه سړي خپله ماشومه لور ووژله او وروسته یې ځان داسې حال کې وواژه، چې ویډیويي تصویر یې په ژوندۍ بڼه پر فېسبوک خپرېده.
په هغه پیغام کې چې د ښاغلي زوکیر برګ پر فېسبوکي حساب پاڼه خپور شوی نوموړي ویلي، دوی ته هره اوونۍ د ناوړه خپرو شویو موادو په تړاو میلیونونو رپوټونه رسېږي او کمپنۍ یې هڅه کوي داسې نوې تګلارې فعالې کړې، چې دغه ستونزې هوارې کړي:
'موږ به د ستونزو په تړاو رپوټ ورکول اسان کړو، زموږ لپاره به دا اسانه شي، چې وګورو کوم مواد زموږ له معیار سره سم نه دي او یا که څوک مرستې ته اړتیا لري، له چارواکو سره اړیکه وکړو. '
د فېسبوک د نویو اقداماتو له مخې به د خطر په صورت کې د پاڼې مسوولین د پاڼې له حساب لرونکو سره د مخامخ اړیکې پر ځای اړوند چارواکو ته د پېښې په تړاو خبر ورکوي.