تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''فېسبوک کې یوازې د نورو فعالیتونه کتل خواشینونکي کېدای شي''
یوه نوې څېړنه ښيي، رخصتیو کې د خوشحاله او یو ځای کورنیو تصویرونو لیدو له کبله د فېسبوک یو شمېر کاروونکي ښايي خواشیني شي.
د کوپنهاګن پوهنتون څېړنې پایله کې ویل شوي، د ټولیزو رسنیو له حده ډېر استعمال ښايي د ځینو په زړونو کې رخه پیدا کړي.
د څېړنې پایله په ځانګړې توګه هغو کسانو ته خبرداری ورکوي، چې له ملګرو سره له رابطې پرته ( غلي ) دغه رسنۍ کاروي. د څېړنې پایلې سایبر فزیالوژي، رویه او ټولنیزې شبکې نومي ژورنال کې خپرې شوې.
څېړنه کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته د یوې وقفې اخیستو مشوره ورکړل شوې ده. دغه څېړنه کې نژدې ۱۰۰۰ کسانو برخه درلوده، چې ډېری یې ښځې وې.
څېړونکي وايي:
''د فېسبوک په څېر د ټولیزو رسنیو پرلپسې کاروول ښايي احساس په منفي توګه اغېزمن کړي او د ژوند په اړه ډاډ ته زیان واوړي. ''
څېړونکو دغه راز پر ټولیزو رسنیو د نورو کسانو غیر واقعي ژوند سره د بې ځایه پرتله کولو له کبله په مزاج کې د منفي بدلون رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
په څېړنه کې ویل شوي دي، چې د ټولیزو رسنیو له لارې له نورو سره خبرې او بحثونه بیا ډېره مثبته تجربه کېدای شي.
څېړنه ښيي، د هغو کاروونکو پرتله چې په پټه خوله د نورو پیغامونه ګوري، دغه فعالیتونه لږ خواشینونکي کېدای شي.
د څېړنې له مخې د هوساینې تر لاسه کولو لپاره یو بل نظر دا دی، چې د یوې اونۍ لپاره له یوه مخه د ټولیزو رسنیو کاروول پرېښودل شي.