فېسبوک به چین کې د سانسورولو چاره کې 'مرسته وکړي'

نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې ټولنیزه شبکه فېسبوک داسې سافټ وېر باندې کار کړی چې کولی شي د فېسبوک ځانګړې برخې په چین کې سانسور کړي.

د فېسبوک اداره په دې هکله چې داسې کوم سافټ وېر دې یې جوړ کړی وي، څه نه وايي خو به یوې اعلامیې کې یې ویلي چې د چین د مطالعه کولو لپاره یې یو څه وخت لګولی دی.

د فېسبوک یوې ویاندې ویلي چې په چین کې د فېسبوک د خدماتو په هکله کومه پرېکړه تراوسه نه ده شوې.

خو پر انلاین د خوندیتوب ځینې کمپنۍ وايي چې د فېسبوک د سانسورولو پروژه ښه نه ده. دوی د فېسبوک هغه کارکوونکی ستایلی چې دغه موضوع یې روښانه کړې ده.

خو نیویارک ټایمز د فېسبوک د همدې کارکوونکې له قوله لیکي دا سافټ وېر به هم لکه د ځینو نورو په څېر چې فېسبوک په تېر کې جوړ کړی هېڅکله ونه کارول شي.

په چین کې د فېسبوک یو اعشاره اته میلیارده فعال کاروونکي شته خو له ۲۰۰۹ کال راهیسې، دغلته د فېسبوک کارونې یوازینۍ لار د شخصي انټرنټي شبکو له خوا د یوه سافټ ویر په مټ ده چې د کاروونکي اصلي ځای نه ښي.

ډېر ځله فېسبوک هغه شیان له پاڼو لېرې کوي چې د چین حکومت یې د لېرې کولو غوښتنه وکړي.

په دې وروستیو کې د فېسبوک بنسټ اېښوودونکي مارک زوکربرګ له چینايي مشرانو سره هم لیده کاته درلود.