تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي له پاکستان سره هر کال د څه باندې ۴ ملیاردو ډالرو مرستې اعلان کړی
د پاکستان د انرژۍ وزیر حماد اظهر وايي سعودي عربستان اعلان کړی چې پاکستان ته به هرکال د یو ملیارد او شل میلیونو ډالرو په ارزښت تېل ورکوي او د پاکستان مرکزي بانک کې به ۳ ملیارده ډالر جمع کوي.
ښاغلي اظهر په یوه ټویټ کې ویلي پاکستان به اړ نه وي چې د تېلو پیسي ژر ورکړي او که د پیسو په ورکړه (تادیاتو) کې ځنډ هم راځي نو پاکستان ته به تېل ورکول کېږي.
د انرژۍ د وزیر په وینا د سعودي پرمختیايي صندوق اقدامات به په نړۍ د نرخونو د لوړېدو له امله د پاکستان پر سوداګرۍ او د بهرنیو اسعارو حسابونو فشار کمولو کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د پاکستانۍ کلدارو بیه د ډالر پر وړاندې په چټکۍ د ټېټېدو په حال کې ده او په تېرو څلور میاشتو کې د پاکستاني کلدارو پر وړاندې د هر ډالر بیه ۲۰ کلدارې لوړه شوې ده.
د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس ایس پي اې د رپوټ له مخې د سعودي پرمختیايي صندوق پرون سې شنبه (د اکتوبر ۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له شاهي لارښونې سره سم به د پاکستان په مرکزي بانک کې د کال ۳ ملیارده ډالر جمع کوي چې ورسره په پاکستان کې د بهرنیو اسعارو زیرمې پیاوړي شي او د پاکستان حکومت به وکولای شي چې د کورونا وبا له امله له رامنځ ته شویو ستونزو سره مبارزه وکړي.
د سعودي د پرمختیايي صندوق خبرپاڼه زیاتوي چې دغه راز به هرکال پاکستان ته د یو ملیارد او شل میلیونو ډالرو په ارزښت تېل هم ورکول کېږي.
له پاکستان سره د سعودي عربستان له خوا د دغې مرستې اعلان سعودي ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له وروستي سفر وروسته شوی دی.
عمران خان د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په بلنه په دې اونۍ کې سعودي عربستان ته په درې ورځني سفر تللی و.
د یادونې ده چې په تېر کې هم د سعودي عربستان لخوا له پاکستان سره د تېلو د ورکړې مرسته شوې ده.
کله چې په ۱۹۹۸ میلادي کال کې له اتومي ازموینې وروسته امریکا پر پاکستان اقتصادي بندیزونه ولګول نو پاکستان له ډېرو مالي ستونزو سره مخامخ شو هغه مهال هم سعودي عربستان پاکستان ته هر کال د ۳ ملیاردو ډالرو په ارزښت تېل په پور ورکول.
همدا ډول په ۲۰۱۴ کال کې چې کله پاکستان د خپلو پیسو د توازن ساتلو لپاره بهرنۍ اسعارو ته اړتیا لرله سعودي عربستان له پاکستان سره د ۱.۵ میلیارده ډالرو نغدي مرسته ورکړه چې د بهرنیو اسعارو د زیرمو د ښه کولو لپاره وکارول شوه.
د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند په حکومت کې دا دریم ځل دی چې د سعودي عربستان لخوا له پاکستان سره په پور د تېلو د ورکړې مرسته کېږي.
په ۲۰۱۸ کال کې د تحریک انصاف ګوند له واک ته رسېدو وروسته سعودي عربستان له پاکستان سره د بهرنیو اسعارو د زیرمو د ثبات لپاره د درې ملیاردو ډالرو مرسته وکړه او د درې کلونو ځنډول شویو تادیاتو سره سره د شاخوا نهه ملیاردو ډالرو په ارزښت د تېلو رسولو تړون یې هم لاسلیک کړ.
سعودي پاکستان ته تر نهو میاشتو پورې هره میاشت د ۲۷ نیم میلیونو ډالرو په ارزښت تېل ورکول خو بیا یو ناڅاپه یې د تېلو له ورکړې لاس واخیست.
له هغه وروسته د روان کال په جون میاشت کې د انرژۍ د وزیر حماد اظهر او لومړي وزیر عمران خان ځانګړي مرستیال وقار مسعود اعلان وکړ چې سعودي به د یو کال ځنډول شویو تادیاتو سره سره د یو اعشاریه پنځه ملیاردو ډالرو په ارزښت تېل ورکوي.
پاکستان هر کال د خپلې انرژۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره د لسو ملیاردو ډالرو په ارزښت محصولات واردوي.