سعودي د پاکستان په همکارۍ اتوم بم جوړول غواړي؟

په برتانوي ورځپاڼو کې د سعودي پاچا سلمان او د ولي عهد محمد بن سلمان تر منځ د اختلاف ډېرېدو او د سعودي هغو هڅو ته کتنه شوې، چې ویل کېږي ګني د پاکستان په همکارۍ د اتوم بم جوړولو په درشل کې دی.

"ټایمز" ورځپاڼې ته لیکوال روجر بویز په یوه مقاله کې لیکلي، لوېدیځ باید د اتومي وسلو په تړاو د عربانو سیالي ودروي؛ ځکه چې د پاکستان او سعودي ترمنځ ملګرتیا په ټول منځني ختیځ کې د اتومي وسلو لرلو د سیالۍ اور بلوي.

لیکوال وايي، د سعودي او پاکستان تر منځ ټلواله نه یوازې د دواړو هېوادونو د سني مذهب پر معیارونو ولاړه ده، بلکې له لسیزو راهیسې دواړه هېواده پوځي اړیکي لري.

پاکستاني پوځي مرکزونو کې شاوخوا لس زره سعودي پوځیان روزل شوي دي.

د لیکوال په اند، دا ملګرتیا په دې معنا ده که پر سعودي کوم بهرنی هېواد برید وکړي، پاکستان به د سعودي همکارۍ ته "نه" ونه ویلی شي.

په ۱۹۸۸ کال ریاض د پاکستان د اتوم بم جوړولو ملاتړ وکړ او له پاکستان سره یې د هندي اتومي تجربو په رڼا کې مرسته وکړه.

نیابتي جګړه

دی وايي، تر هر بل پخوا وخت اوس سعودي ته تر ډېره د پاکستان تجربه مهمه ده. سعودي نه یوازې په یمن کې نیابتي جګړه کوي، بلکې د ایران د اتومي تړون په ړنګېدو سره به پوره چمتووالی هم ولري.

سعودي اوسمهال د امریکا او اروپا ډېرې پرمختللې وسلې لري.

روجر وايي، اوس اړتیا دا ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته په نژدې کېدو کې لوېدیځ هېوادونه له محمد بن سلمان سره سیالي وکړي او په منځني ختیځ کې د اتومي وسلو د خپرېدو له ګډولې یې مخه ونیسي.

خو دا ټول پر عمران خان پورې اړه لري چې په خپل هېواد کې د سخت دریځو ریښې څرنګه له بیخه راوباسي، چې اوس داسې ثبوت نه شته دا کار دې وکړای شي.

که لوېدیځ هېوادونه دا کار ونه کړي، نو د سعودي سوله ییز اتومي پروګرام پرمختګ باید ومني.

په تېره فبرورۍ میاشت کې د امریکا د کانګرس یوې جرګه ګۍ ويلي وو، داسې مالومات یې تر لاسه کړي، چې سپینه ماڼۍ له خبرداري سره سره سعودي ته د حساسې اټومي ټکنالوجۍ د ور لېږدولو هڅې ګړندۍ کړې دي.

د څار او سمون کمېټه وايي، چې دا کار ښايي د اټومي انرژۍ د قانون خلاف وي او کانګرس یې باید و ارزوي.

سعودي ټینګار کوي، چې د اټومي بټیو د جوړولو موخه یې یوازې د انرژۍ د سرچینو زیاتول دي، خو له دې لارې یې د اټومي وسلو د جوړولو تکل ته اندېښنې شته.

په مقابل کې، محمد بن سلمان داسې اشارې ورکړې، چې روسیه او چین په دې برخه کې همکراۍ ته چمتو دي.

د پلار او زوی ترمنځ اختلاف

'ګارډین' ورځپاڼې په یوه مقاله کې ویلي، ښکاري چې د پاچا سلمان او د ولي عهد محمد بن سلمان ترمنځ واټن په ډېرېدو دی.

له واشنګټنه د مقالې لیکواله سټیفني کیرشګاسنر وايي، په وروستیو اونیو کې د ګڼو سیاسي مسلو په تړاو د پاچا سلمان او د هغه د زوی محمد بن سلمان تر منځ اختلاف ډېر شوی.

په دې مسلو کې یوه هم په یمن کې د جګړې په اړه د دواړو د نظر اختلاف دی.

لیکواله وايي، د پلار او زوی تر منځ اختلاف وروسته تر هغه ډېر شو، چې ۸۲ کلن پاچا سلمان په تېره فبرورۍ کې مصر ته سفر وکړ، خو سلاکارانو یې خبر داری ورکړ هسې نه چې د پاچا پر ضد کومه دسیسه جوړه شوې وي.

دا خبره که څه هم پټه وه، خو وروسته د پاچا سلمان سلاکاران ان تر دې لاس په کار شول، چې له پاچا سره یې مصر ته د تلونکي پلاوي ارزولو ته د کورنیو چارو وزیر پښې هم ور وڅکولې.

لیکواله زیاتوي، د پاچا سلمان او ولي عهد محمد بن سلمان تر منځ اختلاف تر دې حده هم ورسېد، چې له مصره د پاچا د ستنېدو هرکلي ته یې خپل زوی (محمد بن سلمان) ورنغی.

محمد بن سلمان مصر کې د خپل پلار د سفر پر مهال په واشنګټن کې د لومړي ځل لپاره یوه سعودۍ شهزادۍ ریما بن بندر بن سلطان د سعودي سفیره وټاکله او خپل ورور یې شهزاده خالد دفاع وزیر کړ.

ویل کېږي چې دې پرېکړې پاچا سلمان په غوسه کړ، چې په غیاب کې (هغه هم داسې چې دی هېڅ پرې خبر نه دی) ولې داسې لویه پرېکړه کېږي.

د ویلو ده چې په سعودي عربستان کې د هر چارواکي/چارواکې ګومارنه د پاچا له ادرسه کېږي.