محمد بن سلمان؛ ولیعهد که د پاکستان سفیر؟

د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان وايي، پاکستان تېر کال پنځه سلنه اقتصادي وده کړې او اوسني مشرتابه سره یې د اقتصاد راتلونکی روښان دی.

دی وايي، پاکستان کې د سعودي د ۲۰ میلیارد ډالرو پانګونې تړون په خپل ډول کې لومړی پړاو دی.

دی دا هم وايي، چې له لیعهد کېدو راهیسې یې تر ټولو رسمي بهرنۍ دوره د پاکستان ده.

د محمد بن سلمان هرکلي ته په هوايي ډګر کې لومړی وزیر عمران خان، د کابینې څو وزیران او د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه و.

عمران خان خپل ګاډي کې محمد بن سلمان تر خپل لومړي وزارت کور ورساوه او هلته یې ماښامنۍ ور کړه او هم یې سعودي کې د ۲۵ لکو پاکستاني کارګرو پر ستونزو خبرې وکړې او له محمد بن سلمان یې وغوښتل چې ستونزې یې اوارې کړي.

عمران خان دا هم وویل چې هرکال په لکونو پاکستانيان حج او عمرې ته ځي، خو هلته د امیګرېشن ور کولو کې له ستونزو سره مخ وي، ځکه به غوره دا وي چې پاکستان کې د دوی لپاره د هغه ځای استوګنې سند ور کړل شي.

سعودي کې پاکستاني بندیان

هغه له سلمان دا هم وغوښتل سعودي کې د دریو زرو بندي پاکستانیانو غم هم وخوري.

په ځواب کې محمد بن سلمان وویل، له وس یې چې څه پوره وي د هغو خلکو لپاره به یې وکړي. ان دا یې هم وویل: "تاسو ما سعودي کې خپل سفیر وبولئ."

د شهزاده محمد بن سلمان الوتکه چې د پاکستان پولو ته ننوتله نو د دغه هېواد الوتکو یې بدرګه پیل کړه او د مېلمه د الوتکې ښي او کیڼ لور ته تر هغه روانې وې چې نور خان هوايي ډګر ته یې ورساوه.

د سعودي ولیعهد ته د درناوي لپاره د توپونو ۲۱ ډزې وشوې.

له هغه مخکې لومړي وزارت کور کې سعودي او پاکستاني چارواکو، د کانونو، د سعودي د سټنډرډ او کیفیت کنټرول چارو کې تخنیکي همکاري، میټرالوجي، لوبو، پیرو کیمیکل او برېښنا تولید برخو کې هوکړې لاسلیک کړې.

عمران خان او محمد بن سلمان د سعودي او پاکستان د مشرتابه همغږۍ شورا پر رول هم خبرې وکړې.

دا شورا خپلمنځي پروژې او د هغو د بشپړتیا پړاوونه او ستونزې ارزوي.

وروسته د مشرتابه همغږۍ شورا پرانیست غونډه وشوه چې مشري یې محمد بن سلمان او عمران خان کوله.

د دې شورا جوړېدو وړاندیز محمد بن سلمان کړی چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو، دفاع او دفاعي تولیداتو وزیران پکې دي.

پاکستان ته د محمد بن سلمان تر رسېدو لږ مخکې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر هم راولپنډۍ کې نور خان هوايي اډې ته ورسېد چې هلته یې د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هرکلی وکړ.

محمد بن سلمان سبا د پاکستان د پوځ لوی درستیز سره هم ګوري.

پاکستان ته د نوموړي تګ تاریخي بلل کېږي.

د ۲۰۱۷ کال په اپرېل کې ولیعهدۍ ته تر رسېدو راهیسې پاکستان ته د نوموړي دا لومړنی سفر دی.

پاکستان یې دغه دوه ورځنۍ لیدنې ته ډېر هیله من دی.

سعودي او پاکستان خپلو کې ډېر نږدې پوځي اړیکي او یو بل ته اړتیا لري.

د اسلام اباد په بلنه محمد بن سلمان پاکستان ته تللی دی او هغه هم په داسې مهال چې دغه هېواد له اقتصادي ستونزو کړېږي او له خپلو نږدې ملګرو مرستې غواړي.

په ورته مهال محمد بن سلمان د یمن د جګړې او ترکیه کې د سعودي کونسلګرۍ کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي تر وژنې وروسته نړۍ کې د سعودي د ښه انځور وړاندې کولو هیله لري.