له پاکستانه ډالر افغانستان ته قاچاق کیږي

د تېر کلونو پر خلاف اوس له پاکستانه افغانستان ته ډالر په پټه په باري موټرو کې وړل کیږي. تېرو کلونو کې له افغانستانه پاکستان ته ډالر په پټه وړل کېدل او چارواکو یې په اړه اندېښنه ښودله.

کمال خان ( مستعار نوم) چې د کوېټې اوسېدونکی دی او په ناقانونه توګه د ډالرو د راکړې ورکړې کاروبار کوي بي بي سي ته ویلي چې افغانستان ته له دوه لارو ډالر په پټه وړل کیږي.

یوه یې د چمن لاره ده چې د پاکستان د کراچۍ ښار له تور بازاره ډالر راوړل کیږي او افغانستان ته لیږدول کیږي.

دی ادعا کوي چې له کراچۍ تر کویټې یوه ډله ډالر لیږدوي او بیا له هغه ځایه د قاچاق بله ډله ده چې افغانستان ته یې لیږدوي.

خو دی وايي چې د پېښور له لارې د چمن پرتله ډېر ډالر افغانستان ته په پټه وړل کیږي، د پنجاب له مارکیټه ډالر راوړل کیږي او بیا په اسانۍ افغانستان ته لیږدول کیږي.

کمال خان وايي افغانستان ته ځکه د ډالرو وړل اسانه دي چې د خلکو تګ راتګ ډېر زیات دی.

په پاکستان کې د ډالرو په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت تر بل هر وخت ډېر ټیټ شوی. اوس د پاکستان د اسعارو په مارکیټونو کې یو ډالر د ۱۷۰ پاکستانیو روپیو په مقابل کې تبادله کیږي.

ډالر د څه لپاره افغانستان ته قاچاق کیږي؟

کمال خان وايي چې په افغانستان کې د ډالرو په مقابل کې پاکستانۍ روپۍ په لوړه بیه پلورل کیږي او د پیسو د راکړې ورکړې ناقانونه کاروباریان له دې لارې ډېره ګټه تر لاسه کوي. دی وايي افغانستان کې یو ډالرو په ۱۷۸ افغانۍ تبادله کیږي خو باکستان کې یې د تبادلې بیه ۱۷۰ یا ۱۷۱ پاکستانۍ روپۍ ده.

په کویټه د ډالرو د تور بازار په مستعار نوم دا کاروباري زیاتوي چې اوس د پېښور او کویټې په تور بازار کې یو ډالر د ۱۷۴ نه تر ۱۷۵ پاکستانیو روپیو پورې پیدا کیږي خو د کراچۍ او پنجاب په تور بازار کې له دې هم په کمه بیه تبادله کیږي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو، د افغانستان د مالي پانګې په کنګل کېدلو او د بهرنیو مرستیو په ځنډېدلو سره افغانستان کې د نغدو پیسو کمی راغلی. پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته د څو اونیو لپاره بانکونه تړلي وو. اوس که څه هم پرانستل شوي خو بشپړ خدمات نه وړاندې کوي.

پر بانکونو هم د طالبانو د نوي رژیم له خوا محدودیتونه لګول شوي او خلک او شرکتونه کولی شي یوازې یوه محدوده اندازه پیسې تر لاسه کړي.