'افغانستان کې بانکي سېسټم د نړېدو له ګواښ سره مخامخ دی'

د افغانستان د یوه تر ټولو لوړ پور ورکوونکي بانک ویلي د دغه هېواد بانکي سېسټم نږدې د نړېدو په حال کې دی.

د افغانستان اسلامي بانک اجرایوي مشر سید موسی الفلاحي بي بي سي ته ویلي د خلکو د وارخطایۍ له امله د افغانستان مالي سېسټم له یوه "بالفعل کړکیچ " سره مخامخ دی.

دی چې اوس په کابل کې د ګډوډوۍ له امله د لنډ وخت لپاره په دوبۍ کې دی ویلي له بانکونو ډېرې زیاتې پیسې بېرته اخستل کیږي.

ښاغلی الفلاحي زیاتوي چې له بانکونو یوازې پیسې را ویستل کیږي او اکثره بانکونه بشپړ فعال نه دي او ټول خدمات نه وړاندې کوي.

د تېرې اګست میاشتې په نیمايي کې پر کابل د طالبانو له ولکې وړاندې هم د افغانستان اقتصاد له لړزانده وضعیت سره مخامخ وو.

د افغانستان اقتصاد تر ډېره پر بهرنیو مرستو ولاړ دی، د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې د ناخالص ملي کلني عاید ۴۰ سلنه له نړۍ والو مرستو تر لاسه کیږي.

خو کله چې طالبان واک ته رسېدلي لویدیځو هېوادونو نړیوالې مالي مرستې ځنډولې او د افغانستان هغه پانګه هم کنګل شوې چې د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق له لارې ورته لاس رسی کېدای شوای.

ښاغلی الفلاحي وايي دې وضعیت طالبان هڅولي چې د مالي ملاتړ لپاره نورې لارې چارې ولټوي.

" دوی د چین، روسیې او ځینو نورو هېوادونو مرستې ته سترګې پر لار دي، داسې ښکاري چې په نږدې وخت یا لږ وروسته به په دې اړه خبرو کې بریالي شي"

چین لا له وړاندې ویلي چې غواړي د افغانستان بیا رغاونه کې مرسته وکړي او له طالبانو سره کار وکړي. په دې وروستیو کې د چین دولتي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز په سرمقاله کې ویل شوي وو چې " د افغانستان د بیارغاونې په برخه کې د همکارۍ لپاره ډېر لوی امکانات شته" او د ورځپانې په وینا چین " له شک پرته یو مخکښ لوبغاړی دی".

پر طالبانو فشار دی چې د افغانستان اقتصادي ستونزې ژر هوارې کړي. له یوې خوا انفلاسیون مخ په زیاتېدو دی او له بله پلوه د افغانۍ ارزښت په کمېدو، خلک ناهیلي شوي ځکه ډېرو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او نغدې پیسې هم کمې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې افغانستان کې یوازې پنځه سلنه خلک هره ورځ کافي خواړه لري.

په سروې کې د شاملو کسانو نیمايي یې ویلي چې په تېرو دوه اونیو کې لږ تر لږه یو ځل د دوی خواړه ختم شوي دي.

نو د افغانستان لپاره نړیوالې مالي مرستې او بهرنی لاس نیوی د دغه هېواد په اقتصادي رغاونه کې بنسټیز رول لري.

خو د امریکا په څېر هېوادونو ویلي چې له طالبانو سره د دوی راشه درشه یو لړ شرطونو پورې اړه لري او له دې ډلې له لږکیو او ښځو سره د طالبانو رژیم د چلن څرنګوالی دی.

خو ښاغلی الفلاحي وايي چې د طالبانو له بیانونو سره ، سره د ده په بانک کې مېرمنې خپلو دندو ته ورګرځېدلي دي.

دی وايي ښځینه کارکوونکې وېرېدلې وې کار ته نه راتللې خو اوس په تدریجي ډول دندې ته راستنې شوي دي.

د ده دا څرګندونې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له وروستیو څرګندونو سره اړخ لګوي چې له بي بي سي سره یې یوه مرکه کې ویلي وو چې طالبان هڅه کوي د تېرې واکمنۍ د مهال پر تله نړۍ ته ځان عصري او اصلاح شوې وښيي.

عمران خان ویلي وو طالبان اوس ډېر همکار او دریځ یې نرم دی او اوس سخت احکام نه جاري کوي.

خو د ښځو ملاتړ او د بشري حقونو ډلو ویلي چې د طالبانو د وینا، عمل او شته واقعیتونو تر منځ ډېر لوی توپیر دی. طالبانو لا هم د متوسطه او ثانوي دورې نجونو زده کوونکو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه ده ورکړې او د دولتي اداره ښځینه کارکوونکې هم خپلو دندو ته نه دې پرېښودل شوي.