تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ډالر مقابل کې د افغانۍ ارزښت پام وړ لوېدلی
په تېرو څو ورځو کې د ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت پام وړ رالوېدلی دی. د کابل شهزاده سرای رسمي فیسبوکپاڼه کې نن (سې شنبه/جدې ۱۹مه) د یوه ډالر بیه ۷۰٫۴۰ افغانۍ اعلان شوې چې په تېرو نژدې دوو لسیزو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی.
د افغانستان بانک وايي په هېواد کې وروستيو سياسي ناندريو د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت په بې ساري ډول راټيټ کړی. روانه اونۍ افغانۍ د ډالر پر وړاندې د تېرو شپاړسو کلونو پر تله تر ټولو ټيټې بيې ته ورسېده.
د افغانستان بانک چارواکي وايي له دې سره سره د سیمې د هېوادونو د پيسو پر تله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د راټيټېدو کچه لږه وه.
په تېرو څو ورځو کې د کابل په بازارونو کې د ډالر پر وړاندې د افغانیو بیه شاوخوا اویا افغانۍ وه چې دا د ډالر پر وړاندې د افغانۍ پام وړ ټيټوالی ښيي. د افغانستان بانک مشر خلیل صدیق په یوه خبري غونډه کې په هېواد کې وروستۍ سياسي ناندرۍ هم د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د راټيټېدو یو لامل وباله.
د هغه اشاره ښايي د بلخ د والي د بدلولو ناندريزې موضوع ته وه:
"زه تاسې ته ویلای شم چې د وروستيو دوه میاشتو سياسي ناندرۍ د اسعارو د لوړېدو مستقیم لامل دی. نو دا سیاسي کړکېچ د افغانستان د میليوني وګړو لپاره د ستونزو د پیدا کېدو مسؤل دی. که بيې لوړېږې، که د اسعارو بيې لوړېږي نو دا ټول د ډېر ناوړه اقتصادي حالت ښکارندويي کوي. "
د افغانستان بانک د مشر په وینا د ګاونډیو هېوادونو د پیسو د ارزښت راټيټېدل هم ښايي د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د راټيټېدو یو لامل وي. هغه زیاته کړه په تېر کال کې د ډالر پر وړاندې د پاکستاني روپیو ارزښت شپږ سلنه ، د هندي کلدارو ارزښت څلور سلنه او د ایراني ریالو ارزښت دولس سلنه راټيټ شوی چې د افغانۍ راټيټېدل څلور سلنه دي.
د افغانستان د صرافانو د ټولنې مشر قاضي میر افغان يې د یادو لاملونو تر څنګ بل لامل خپله د افغانستان بانک پولي سياست هم یو لامل ګڼي.
د افغانستان بانک وايي د افغانۍ د ارزښت د بې ثباتۍ د مخنيوي لپاره بازار ته د ډالرو د ورکړې د ډېرولو په ګډون يې یو شمېر ګامونه اوچت کړي.
د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت راټيټېدل د افغانستان لپاره چې ډېره تکيه یې په صادراتو ده، د بیو د لوړېدو په ګډون یو شمېر ننګونې زيږولای شي.