ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی: د ملي ګټو خوندي کولو لپاره مې عمومي اسمبلۍ ته له وینا ډډه وکړه

غلام محمد اسحاق زي

د عکس سرچینه، AFP

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ وايي، د افغانستان دایمي استازي د دغه سازمان د عمومي اسمبلۍ غونډه کې د 'ملي ګټو ' او په دغه سازمان کې 'د افغانستان څوکۍ د خوندیتوب ' په خاطر له وینا کولو ډډه کړې.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته نن د افغانستان استازي غلام محمد اسحاق زي وینا چې په پام کې و، نن به کېده، لغوه شوه.

د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان پرځول شوي حکومت استازي په وینا کې د طالبانو موضوع د خبرو لپاره په پام کې وه، خو د ملګرو ملتونو یوې ویاندې په خبره د نوموړي نوم د وینا والو له لیسته ایستل شوی دی.

اوس ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولی، په یوه ټویټر پیغام کې وویل، ''د ملي ګټو، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ خوندیتوب، او د اوږده مهال لپاره د ملګرو ملتونو او امنیت شورا له غړو سره د همکاریو د دوام په پار د عمومي اسمبلۍ په عمومي غونډه کې له وینا کولو ډډه وشوه. ''

په پیغام کې زیاته شوې، دایمي استازولي به د افغانستان څوکي خوندي ساتلو سره سره خپل کار او فعالیتونه روان ساتي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

له دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د مشر ویاندې مونیکا ګریلي د فرانسې خبري اژانس ته وویل، ''غړي هېواد (افغانستان) د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې برخه لغوه کړې ده. ''

نوموړې وايي، د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر ته په دې هکله جزیات نه دي ورکړل شوي.

د یادونې ده، چې طالبانو تېره اونۍ ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې دې غونډه کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ګډون غوښتنه کړې وه.

په هغه لیک کې ټینګار شوی و، چې ښاغلی اسحاق زی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی نه دی.

په لیک کې دغه راز ویل شوي و، چې طالبانو په قطر کې خپل یو ویاند سهیل شاهین د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان دایمي استازي په توګه ګومارلی دی.

طالبانو ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې دې غونډه کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ګډون غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبانو ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې دې غونډه کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ګډون غوښتنه کړې

خو ملګري ملتونه ښاغلی اسحاق زی د افغانستان استازي په توګه په رسمیت پېژني او د طالبانو غوښتنې منلو لپاره باید د امریکا او چین په ګډون د نهه هېوادونو تایید ترلاسه شي.

غلام محمد اسحاق زي له دې مخکې د ملګرو ملتونو په غونډو کې پر طالبانو سختې نیوکې کړې دي.

نوموړي د کابل له سقوط یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتونو یوې بېړنیزې غونډې ته وویل، چې طالبانو د واک ترلاسه کولو لپاره جګړه کوي، چې د ده په وینا وکولای شي، ترهګرو ته په افغانستان کې خوندي پټنځایونه ورکړي.

نوموړي پر پاکستان هم تورونه پورې کړي وو او په وینا یې طالبان په خپل سر فعالیت نه کوي، بلکې له سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو سره پراخ اړیکي لري.