ننګرهار کې د خورما بڼ حاصلات درې برابره ډېر شوي

په ننګرهار کې د کرنې ادارې چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې سږکال د خورما حاصلات درې برابر ډېر شوي دي.
دغلته د سعودي عربستان په مرسته د جوړ شوي بڼ حاصلات له ۵ نه سږکال ۱۵ ټنو ته لوړ شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ادارې ویاند سید همایون غریبمل له بي بي سي سره په خبرو کې ویل که پام ورته وشي نو راتلونکو کلونو کې دغه حاصلات ۱۰۰ ټنو ته لوړېدای شي.
په ننګرهار کې د خورما بڼ د هډې فارم په سیمه کې پر ۴۰ جریبه ځمکه د سعودي عربستان په مرسته په ۲۰۰۹ کال کې جوړ شوی دی.
د ښاغلي غریبمل په وینا په دې بڼ کې د خرما ۲۷۰۰ ونې شته او سږکال یې د حاصلاتو د ډېرېدو لامل دا دی چې په تخنیکي برخه کې ورسره پر وخت همکاري شوې او کیمیاوي او حیواني سرې ورکړل شوي دي.
چارواکي وايي هرکال چې د دې بڼ حاصلات ثمر ته ورسېږې، اعلان یې کېږې او د آزادې دوطلبۍ له مخې پلورل کېږي.
چارواکي وايي اوس مهال په دې بڼ کې له ۱۰ تر ۱۵ کسانو پورې کار کوي خو په وینا یې دا کافي شمېر کسان نه دي ځکه چې بڼ لوی دی.

ننګرهار کې د کرنې ریاست ویاند هیله څرګنده کړه چې په راتلونکې کې د خرما بڼ د کارکونکو د لږوالي او تخنکي وسایلو ستونزې هوارې کړای شي او په دې توګه یې حاصلات لا زیات شي.
د خورما باغونه د ننګرهار کانال سربېره په کندهار او فراه ولايتونو کې هم دي خو ډېر حاصلات د ننګرهار کانال د بڼ دي.
کارپوهان وايي د افغانستان ځینې سیمې د خورما د ونو کېنولو لپاره وړ دي د ننګرهار تر څنګ بل فراه ولایت دی چې څو کاله وړاندې په کې پر ۴۰ جریبه ځمکه کې د خورما بڼ جوړ شوی دی.










