افغانستان سږ کال ځینو ولایتونو کې د خورما بڼونه جوړوي

.
    • Author, ذبیح الله رحیمزی
    • دنده, ننګرهار

د افغانستان کرنې وزارت وايي، د هېواد په څو ولايتونو کې د خورما سوداګريزو بڼوڼه جوړوي.دا پرېکړه وروسته تر هغې شوې چې د افغانستان په ختيځ ننګرهار او لويديځ فراه کې د خورما بڼوڼو حاصل ډېر شوی دی.

چارواکي تمه لري چې د ننګرهار کانال خورما بڼ سږنی حاصل به شپږ زره کيلو ګرام ته ورسېږي. تېرکال دې بڼ له ۲۷۰۰ ونو ۱۰۰ یې دوه زره کیلو خورما دانې کړې وې. افغانستان هر کال لسګونه زره ټنه خورما له ايران او عربي هېوادونو را واردوي.

د جلال اباد ښار سویل کې د کانال اړوند خورما په بڼ کې کارګر تمه لري چې سږ به د دې بڼ د خورما د خوږو مزه نه یوازې د ننګرهار بلکې د افغانستان د نورو ولایتونو اوسېدونکي هم وڅکي.

.

د افغانستان کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي بي بي سي ته وويل، تمه لري چې روان کال به په ننګرهار کې د خورما بڼ حاصلات درې برابره زیات شي:

"د خورما باغونه د ننګرهار کانال سربېره په کندهار او فراه ولايتونو کې دي. ډېر حاصلات د ننګرهار کانال بڼ دي. ۱۳۹۸ کال کې يې حاصلات ۲ زره کیلو و، ۱۳۹۹ کال کې به اټکل دی چې درې برابره ډېره خورما ورکړي."

سنګر د همدې بڼ يو بڼوال دی. دی چې له بوټو اضافه ښاخونه لېرې کوي او د اوبو لارې په سمولو بوخت دی وايي، خواري به یې ځای نيسي او سږ به ۴۰۰ ونې خورما نیسي:

.

"باغ په ګل کې دی. پروسږکال لږ افت او باران ووهلې. سږ یې ګل ښه ډېر نيولی دی. پرو سږکال ۱۰۰ ونو او سږ به ۴۰۰ ونې خورما ونيسي."

ننګرهار کې د خورما ونو شنو کېدو او حاصل د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت پام ځانته اړولی، چې په نورو ولايتونو کې هم سوداګريزو بڼوڼو جوړېدو ته يوه طرحه جوړه کړي.

د دې وزارت وياند وايي، یاده طرحه روان لمريز کال پلي کېږي:

"يوه ملي طرحه مو جوړه کړې، هغه سيمو کې چې اقليمي شرايط یې برابر دي، لکه ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند او فراه کې تجارتي خورما بڼونه جوړېږي."

په افغانستان کې خورما تر ډېره په روژه کې د نژدې هر کور د دسترخوان برخه وي. اخترونه، فاتحې او حج مراسمو وروسته يې هم تر بل هر وخت لګښت ډېر وي، خو چې د افغانستان په بازارونو وګرځي ټوله خورما له بهرنیو هېوادونو راوړل کیږي.

.

دا مهال افغانستان ته له بهر راتلونکې سلګونه ټنه خورما تر ډېره له ایرانه واردیږي.

د افغانستان د ماليې وزارت وياند شمروز خان مسجدي بي بي سي ته وويل، یوازې په تېرو څلورو میاشتو کې د شپږ سوه مېليونه افغانيو په ارزښت خورما افغانستان ته راغلې ده:

"۱۳۹۹ کال کې موږ شپاړلس اعشاريه ۹ټڼه خورما موږ را وراده کړې ده. ډېره خورما له ايران او سعودي عربستان راوړو. څه باندې ۹۸ سلنه خورما افغانستان ته له ايران راځي."

که څه هم د افغانستان هوا او ځمکه د کرنې، ميوو او سبو کر ته جوړه ده، خو لا هم د اړتيا وړ خوړن توکي او تازه مېوې له ګاونډیو هېوادونو راواردوي.

د ویډیو تشریح، په افغانستان کې د خورما ونو دودېدل

وروستي کلونه په افغانستان کې بڼوالۍ ته پاملرنه ډېره شوې. افغان چارواکي بڼوالۍ پراختيا ته هیله من کړي چې راتلونکو کلونو کې به له نورو هېوادونو د تازه مېوو واردات راکم شي، خو په ولايتونو کې بزګر د ډېر وخت لپاره د خپلو مېوو ساتنې لپاره يو تر ټولو لوی خنډ د سړو خونو کموالی يادوي. هغه ستونزه چې په تېرو دوو لسيیزو کې ورته کمه پاملرنه شوې ده.