خلیلزاد: بین الافغاني مذاکرات باید د جنورۍ پر پنځمه بېرته پیل شي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د بین الافغاني‌ مذاکراتو دواړه پلاوي‌ باید د راتلونکې جنورۍ پر بنځمه نېټه خبرې بېرته پیل کړي.

ښاغلي خلیلزاد وروسته له هغه دا غوښتنه کړې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاوي په دې مذاکراتو کې د شل ورځنۍ دمې اعلان وکړ.

تمه کېږي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی به اوس د سلا مشورو او دمې لپاره کابل ته ستون شي.

خو داسې ښکاري چې د زلمی خلیلزاد پر دې دمې او د خبرو پر درېدلو خوښ نه دی.

نوموړي نن دوشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: "له بده مرغه جګړه دوام لري.‌ سیاسي جوړجاړي، د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند ته عاجله اړتیا شته.‌ باید د خبرو بېرته پیلېدو کې هېڅ‌ ځنډ ونشي او د جنورۍ پر پنځمه نېټه بېرته پیل شی".

یاده دې وي چې د دې دمې له اعلان وړاندې د بین الافغاني مذاکراتو ښکېلو غاړو اعلان کړی و چې د هغو موضوګانو لیست یې سره تبادله کړی چې دواړو خواو ته لومړیتوب لري او غواړي خبرې پرې وشي.

د سولې بهیر پر وړاندې خنډونه

د افغان طالبانو د تحریک مرستیال او قطر کې د دوی د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم په دې وروستیو کې وویل چې، د دوی د پاتې بندیانو مسله، د تور نوملړ له مخې پر طالب مشرانو بندیزونه او د سولې ضد منفي تبلیغات د افغان سولې بهیر پر وړاندې لوی خنډونه دي.

نوموړي د یوه څېړنېز مرکز پرلیکه غونډې ته وینا کې وویل، چې طالبان سولې ته ژمن دي او د ټولو افغانانو په ګډون اسلامي نظام غواړي.

ملا عبدالغني برادر دې غونډې ته وینا کې چې له بېلابېلو هېوادونو لسګونه کسانو پکې برخه لرله وویل، لا هم د دوی زرګونه زندانیان په بند کې پاتې دي چې په کار وو د دوحې تړون له مخې وړاندې ازاد شوي وای.

نوموړي غوښتنه کړې چې دا بندیان باید د سولې او د دواړو خواوو ترمنځ واټن کمولو لپاره ازاد کړای شي.

هغه د افغان دولت پر ځینو مشرانو تور لګولی چې د سولې پر وړاندې منفي تبلیغات کوي او دا هم د ده په وینا د سولې پر وړاندې یو خنډ دی.

د افغانانو غوښتنه

په همدې حال کې د افغانستان د جګړې او سولې مطالعاتو د انسټیټیوټ یوه تازه څېړنه ښیي چې ډېر شمېر افغانان غواړي په دوحه کې دې د سولې په خبرو کې اوربند ته لومړيتوب ورکړل شي.

د دغه انسټیټیوټ مسولین وايي ۷۰ سلنه ځواب ویونکو له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د پراخو بدلونونو راوستل رد کړي دي.

په همدې حال کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي تایید کړې چې په هېواد کې اوربند د بین الاافغاني خبرو د اجنډا په سر کې ځای لري.

د افغانستان د جګړې او سولې مطالعاتو د انسټیټیوټ په دې څېړنه کې له کابو اته زره شپږ سوه کسانو پر انلاین پوښتنې شوې دي.

په دې کې ۵۸ سلنه یې نارینه او ۴۲ یې ښځینه وو.

د دغه انسټیټیوټ مسولین وايي ۷۵ سلنه خلکو په ځواب کې ویلي چې په دوحه کې د سولې خبرو پیل سره هم مهال په هېواد کې جګړو زور اخیستی.