'افغانستان کې سوله نژدې نه ښکاري!'

"ژر نه تر لاسه کېدونکې سوله"، دا د هندۍ ورځپاڼې دې هندو د یوه مطلب سرلیک دی او لیکوال یې په دې نظر دی چې هند تل د افغانانو پر مشرۍ د سولې لپاره غږ پورته کړی او دا چې هند په افغانستان کې په ډیرو پرمختیايي پروژو کې ښکېل دی نو په دې برخه کې د افغانستان تر ټولو منلی دوست هېواد دی.

دده په وینا، په افغانستان کې سوله نژدې نه ښکاري، خو په افغانستان کې په پرمختیايي برخو کې د هند ښکېلتیا دا ښيي چې دغه هېواد یوه باثباته، خپلواک او سوله ییزه افغانستان ته ژمن دی.

بلې هندۍ ورځپاڼې ایکانومیک ټایمز د چابهار بندر په اړه لیکلي دا چې امریکا له هند سره د چابهار بندر په برخه کې له نرمۍ کار اخلي او تر اوسه یې په دې برخه کې هند ته د پام کومه کوت څنډنه نه ده کړي او هم پر ایران له لګول شویو بندیزونو دغه بندر مستثنی کړ، چې افغانستان هم ترې ګټه واخلي.

نو ددې دریځ هدف ددې مطلب د لیکوال په وینا دا دی چې امریکا په تمه ده هند ورسره د دفاعي سوداګرۍ په برخه کې لویې معاملې وکړي او له امریکا هم وسلې او نور پرمختللې دفاعي ټکنالوژي وپېري.

ایشیا ټایمز لیکي د افغانستان په مساله کې د ښکېلو هېوادونو ترمنځ د چین رول تر نورو ډېر د پام وړ ځکه دی چې دا هېواد له نورو ښکېلو اړخونو سره لکه افغان حکومت، طالبان، پاکستان، ایران، روسیه، د منځنۍ آسیا هېوادونه، اروپايي ټولنه او داسې نورو سره ښې اړیکې لري.

دیپلومات مجلې د پاکستان په پوهنتونونو کې د سخت دریځې په اړه یو راپور کړی چې سرلیک یې دی، 'د پاکستان د افراطي محصلینو تور تاریخ'.

په رپوټ کې ویل شوي چې له نژدې څلوېښت کاله وړاندې په پاکستان کې د محلصینو ټولنو ښه فعالیت درلود، د محصلینو ټولنو چې ځینو یې چپي افکار لرل د ضیاءالحق د رژیم په وړاندې مبارزه کې لویه ونډه لرله، خو ضیاء الحق د محصلینو د ټولنو پر سیاسي فعالیتونو بندیز ولګاوه او د هغه وخت د شرایطو له مخې ټول پام اسلام پالنې دودلو تورن وو.

د دې رپوټ چمتو کوونکی وايي له دې بدلون وروسته اوس د پاکستان ډېر پوهنتونونه د راډیکالیزم، سخت دریځې او کرکې په مرکزونو بدل شوي او دا په پاکستان کې ډېره مشهوره ده چې محصلین د ترهګرو ډلو ښکار ګرځي.

لیکوال وايي، په پاکستان کې د سخت دریځۍ تخم په ۱۹۷۳ کال کې شیندل شوی، خو دغه هېواد یې ثمره د سپتمبر د یوولسمې نېټې له پېښو وروسته ترلاسه کړه.

غایبانه جنازه

ګارډین ورځپاڼې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژلو په اړه یو مطلب خپور کړ او په کې د زرګونو کسانو د هغه غایبانه جنازې ته اشاره شوې ده.

ددې مطلب لیکوال وايي داسې ښکاري چې د ترکیې ولسمشر رجب اردوغان د دې خبریال په قضیه کې په تدریجي ډول د معلومات خپرولو سره پر خپل سیمه ییز سیال د سعودي عربستان پر ولیعهد محمد بن سلمان ډیر فشار راوړی او اوس یې ټینګار دادی چې تورن کسان باید ترکیې ته وسپارل شي او په دې پېښه کې نړیواله څېړنې وشي.